محسن داوړ د پاکستاني پوليسو له بند ازاد شو

روهي (څلورنۍ/۹ د سلواغې)، د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر اود پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ چې  تېره ورځ د دغه غورځنګ له يو شمېر نورو فعالينو سره يوځای  د پاکستان پوليسو نيولي وو بېرته خوشي شول. 

محسن داوړ او ور سره ملګري يې تېره شپه ازاد شوي دي. دوی هغه مهال ونېول شول چې پوليسو ورته د لاريون ځانګړی ځای ټاکلی وو خو د پوليسو په وينا چې دوی د لاريون د پراخه کولو هڅه کوله. 

د منظور پشتين د خوشي په ملاتړ لاريونونه د پاکستان په يو شمېر سيمو، د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې او د نړۍ په ځيني هېوادونه کې له تېرې ورځې روان دي. 

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې لاريون  د مطبوعاتي کلب مخې ته نېول شوی وو، چې د محسن داوړ، علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری مسرانو په کې برخه اخېستې وه.