د ايران ولسمشر د افغانستان پر ټاکنو خندا او تسمخر کړی 

روهي (څلورنۍ/۹ د سلواغې)، د ايران ولسمشر حسن ورحاني د خپل هېواد د واليانو په ناسته کې ويلي دي چې په دغه هېواد کې بايد برېښنايي ټاکنې وشي، نوموړي په رېشخند او خندا ويلي دي چې مونږ بايد ځکه برېښنايي ټاکنو وکړو چې آن په افغانستان کې هم برېښنايي ټاکنې کيږي. 

حسن روحاني دغه افغانستان په اړه يادې څرګندونې د رېشخند په ډول کړي دي او د غونډې ګډونوال يې هم د تمسخر په ډول خاندي. 

د روحاني دغه څرګندونو د افغانانو غبرګونونه راپورته کړي دي. د ولسمشر سلاکار شاه حسين مرتضوي ويلي دي چې ايران دې مونږ ته پيغور نه راکوي بلکې له مونږ دې زده کړي. 

پر ټولنيزو رسنيو فېسبوک او ټوېټر افغان فعالانو د حسن روحاني دغه ډول څرګندونو ته غبرګون ښوودلی او غندلي يې دي. 

پر ټولنيزو رسنيو پر حسن ورحاني د نيوکو تر څنګ ويلي شوي دي، چې د يو ګاونډ هېواد د ولسمشر دا ډول ملنډې د ډپلوماټيکو اصول لېرې دي.