د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان ویره

د پاکستان ریاست لپاره پښتانه هغه خام مواد دي چي د تروریزم سره د مبارزې په نوم یوه پروسه کې تری ګټه اخلي او نړیوالو نه پرې پیسې تر لاسه کوي، په دي پيسو بیا پنجابي ته انسانی خدمات وړاندې کوې او یوه برخه یې برعکس د پښتون په تباهي او د ژوند له ټولو نعمتونو نه په لری ساتلو لګوی او بیا ددغې خبیثي پانګونې ګټه له غربیانو اخلي.

ترور او تروریزم ددوی خپل کار دی، پښتانه د سون توکو په شکل استعمالوي‌.

د پاکستان استخباراتي اداره چې بنیاد یې انګریزانو ایښی په سیمه کې ددې او نورو ډیرو غیر انساني کړنو مسؤله ده او طراحی یې د انګریز ده چی وخت ناوخت یې ورته اپډیټ کوي.

که وغواړم د پاکستان نه يو ښه تعريف وکړم نو هغه به داسې وی: پاکستان هغه کوچنۍ انګلستان دی  چې ظاهر یې په اسلامي لباس پوښلي خو په رزالت کې تر خپل استاد (انګریز) هم دوه ګوتې وړاندې دی.

پښتون ولې ددې لوبې داسې برخه شوه؟
پښتون د خپلی میړانی او شجاعت، د بیګانه ناپرستې د وخت انګریز د ټکولو او د هغوې اهدافو ته د خنډ ګرځيدو او په خپل ټول تاريخ کې ددې او لسهاوو نورو منحصره خواصو له وجهې ددی لوبې دا برخه انتخاب سوی دی او ددی انتخاب کار هم د پاکستان او غرب خصوصا انګلیس ( نړیوال شیطان) ګډ کار دی.

د خپلې ادعاوو د ثبوت لپاره زه کوم قوی علمی تحقیق ته اړتیا نه وینم او نه دا هغه څه دي چی د مايکرو اورګانيزمونو په شان دی مایکروسکوپ ته اړتيا ولري بلکې دا هغه څه دي چې ټوله نړۍ يې د سر په سترګو ويني او تاریخ یې شاهد دی.

زه دلته د څو مشت نمونه خروار مثالونو په راوړو بسنه کوم: د افغانستان د اوو ۷ سرحدي کرښو څخه یواځینې کرښه چې د انګریز له مداخلې پرته د دواړو هيوادونو په تفاهم او خوښې وټاکل شوه هغه د افغانستان او چين تر منځ سرحدي کرښه ده، د نورو ټولو يعني شپږ نورو کرښو په ټاکلو کې انګریز مداخله کړي او داسې جنجالونه او بدبختي یې زیږولي چی تر اوسه لا دوام لری.

اسلام آباد او نورو پنجابی میشته صوبو کی په سلهاو معیاری ښوونځي او پوهنتونه ، پاخه سړکونه، ګاز، بریښنا، وړکتونونه، دولتی موقفونه لنډه دا چی د انسانی ژوند ټول هغه اسانتاوی چی د یو مدرن انسان اړتیا ده دوی ته شته، خو بر عکس پښتون ته نه ښوونځی شته نه پوهنتون نه ژوند او نه د ژوند اسانتاوی او لکه فرعون به چی خپل قوم ددی په پار جاهل ساته  چی ونشی دوی پوهه تر لاسه کړی او دده د فرعونیت پر ضد را پورته شی، همدا شان پاکستانی ریاست د پښتون د جاهل ساتلو هڅه کړی او کوی یي تر څو تل دی خامو موادو ته لاس رسی ولری او خپل تجارت جاری وساتی او په ضمن کی  د خپل وجود د رامنځته کیدو هدف چی همغه د انګلیس وفادار بچی اوسیده دی هم تعقیب کړی او د خپل پلار رضایت تر لاسه کړی.

د ډیورنډ کرښه هم د انګریز پښتون سره د هغه ضد یوه برخه ده دکومې چی وړاندی یادونه وشوه، ددی سره پښتون څو ټوټی شو او پښتونخوا خصوصآ وزیرستان که جنوبی دی که شمالی د خامو موادو په حیث انتخاب شول.  

 منظور پښتون یا پښتین:
دا نوم ددی لوبی د رسوا کیدو نوم دی دا نوم ددی سوداګرې او کینې د پای ټکی نوم دی دا د دوي داسي ورکه وه لکه یو څوک چی په یو بیابان کی تنده واخلي او ګوټ اوبه نه وی تر ډیری سرګردانۍ ورسته چی فکر کوي شاید له تندې هلاک شی او اوبه پیدا نه کړی شی او نا ببره په خپل شا تړلی بار کی یو ښکلی پتک کی یخي پریمانه اوبه پیدا کړی!

منظور د غفار خان مدرن ډول دی، دا د ګاندی او غفار خان نوی انځور دی او دا ډول د مبارزی د نبوی سیرت یو ستر انځور دی لکه څنګه چی غفار خان او ګاندی په دی اعتراف کړی چی دوي دا ډول د مبارزی د محمد ص د ژونده او خصوصاً د مکی د فتحی له ښکلو تصویرونو اخیستی او دا ډول مبارزی کی ماته نشته بلکی بری بری دی خو شرط یی داده چی هغه  پیدا کړی اوبه وڅکل شی د ګاندی پلویانو د اوبو تر پیدا کولو ورسته هغه وڅکلې خو د غفار خان پر وخت پښتون دا اوبه و نه څکلې خو اوس باید دا بد نور و نه کړو او دادی منظور پښتون د هغه یو پتک یخی اوبه دی چی نن تږی پښتون پیدا کړی نو اوس پښتون ته ښایې چی ځان له تباهی څخه وژغوري.

ریاست پاکستان غواړی د پښتون ژغورنې حرکت ټوپک واخلی او ددی کار لپاره هر څه ته لاس اچوی چی ددی سره به پاکستان وکړی شی دا حرکت په څو ورځو کی له منځه یوسي او نړۍ ته به یی دلیل دا وی چی دوي د پاکستان د دولت خلاف وسله اخیستې او د سیمې او نړی لپاره تهدید وو ځکه چی دا یوه تروریستي ډله وه.

د منظور نیول، ددی حرکت غړی وژل..... دا ټول ددی موخی لاسته راوړو لپاره مقدمات دي تر څو دوي په غوسه کړي او د اعتراض او قلم پر ځای ټوپک ته لاس واچوي.

خو منظور او دده ملګري او ټول پښتانه الحمدلله په دی حقیقت پوهیږي او د پاکستان دا چال به هیڅکله کامیاب نشي.

د منظور نیول یا یی د ملګرو نیول او وژل او یا یی د فعالیتونو مخه نیول ددی پر ځای چی د خفګان خبر وی د خوښی خبره ده او هغه داسی چی ریاست پاکستان ‌ډاریږی او داسی ښیي چی بلاخره به ددی حرکت غوښتنی منل کیږی او د ریاست پاکستان د بدو اغراضو مخه به نیول کیږی.

او بله ګټه یی داده چی د هر نیونی او وژنی ورسته پښتون ملت لا متعهد کیږي او لا را ویښیږي.