توماس باټا

 دخپلې 94 کليزې له لمانځنې ايله څو اونۍ وړاندې د چک په ( ساني بروک ) روغتون کې دنړۍ په کچه دمشهورو باټا بوټانو رامنځته کوونکی توماس باټا له دې نړۍ سترګې پټې کړې . دباټا بوټان دنړۍ پر مخ مختلفو نسلونو اغوستي ، دمناسبې بيې او لوړ کيفيت څخه يې ټول له څېرمه خوښ و . خو دچېک د باټا موسسې اعلان وکړ ، چې د باټا بوټانو څښتن ،چې په ګرده نړۍ کې له دوهمې نړيوالې جګړې راوروسته له شهرته برخمنه څيره وه ومړ .
په نړۍ کې له 5000 زيات پلورنځي دهمده په نوم نومول شوي وو ، په 30 هېوادو کې يې د بوټانو دجوړونې کارخونې درلودې ، دغه شرکت تراوسه 14 مليارده جوړې بوټان پلورلي او په ټورنټو کې باټا دبوټانو داسې موزيم جوړ کړی ،چې له 10 زره زياتې جوړې لري . دڅلورو لسيزو په اوږدو کې باټا دورځې له ميلون زيات پيردونکې درلودل .
دتوماس له مړينې وروسته دده مېرمن سونيا او زوی يې ،چې له 2001 ز راوروسته يې د باټا شرکت چلوه ، څلويښت کاله دهمدغه شرکت مشران وو ، پردې سربېره درې لورګانې هم ترې پاتې شوې .
دچېک ولسمشر وکلاف کلاوس يې پر مړينه ډېر خفه شواو د ده د مړينې پر مناسبت يې وويل ، چې : « زموږ په پېر ( عصر ) کې يوه ستره څټه له دې نړۍ وکوچيده ، سره له دې ،چې هغه په خپل هېواد کې له ستونزو او کړاونو سره مخ شو ، خو په نړيواله کچه يې بريالتوب په برخه و هغه اوس د سوداګرۍ په نړۍ کې د سمبول په توګه ياديږي ، موږ به يې ډېر يادوو » . خدای پوهيږي ،چې دغه عربي شاعر به له توماسه خبر و او کنه ، خو دغه شعر يې ويلې و :
ليس المجد تمرا انت آکله
لن تبلغ المجد حتی تعلق الصبر
ژباړه :
« برم خرما نه ده ، چې ته به يې وخورې ، هغه مهال به برم تر لاسه کړې ، چې کله مړغونې وڅټې . » توماس ددغې امپراتورۍ په رامنځته کولو کومې ناخوالې نه وې ،چې ده ونه زغملې ، په خپل هېواد کې ددغسې امپراتورۍ رامنځته کول شونې بريښې اما په پردې هېواد کې بيا له اټکله پورته وړتيا ، پوهه او زغم غواړي توماس دا درلودل ،چې دغه ځای ته يې ځان ورساوه . راځیء ،چې دتوماس باټا ژوند ليک ته تم شو :
توماس باټا د 1914 ز د سپټمبر پر 17 مه نېټه په چيک کې په داسې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانېستې ،چې څو پرله پسې پښته يې موچيان وو ، دا خپله هم موچي و ، په شلمه پيړۍ کې توماس په ناوړه شرايطو کې ژوند وکړ . توماس هم موچي و ، خو په 1894 ز کې د توماس پلار باټا وتوانېده ،چې دچېک په زلين ښار کې د بوټانو کوچنی شرکت پرانيزي ، دلږ وخت په تيريدو يې دکار او شهرت لمن دنړۍ د27 هېوادو ترپولو وررسيده ، بخت ورسره ياري ونه کړه په 1932 ز کې د الوتکې د رانسکوريدو په پېښه کې مړ شو ، دشرکت ټولې چارې يې زوی ته پاتې شوې .
دباټا يوازينی زوی توماس د18 کلو و،چې انګلستان ته رهي شو او دلته بيا اړ شو ، چې له دې ځايه په
1939 ز کې د کاناډا پر لور وخوځيږي ، ځکه دده په هېواد کې نازيان مخ په ځواکمنېدو وو او ده دا زمينه نه درلوده ،چې دلته استوګنه غوره کړي ، اوه کاله وروسته ،چې توماس دکاناډايي پوځ په ليکو کې دسرتيري په توګه خپله دنده تر سره کړه او په جګړه کې يې هم ونډه واخېسته وروسته بيا وتوانيده ،چې خپل هېواد ته راستون شي ، ځکه هېواد يې ازاد شوی و، يو څه هوساينه په کې وه ، خو دلته د ډېر وخت لپاره پاتې نه شو . له دويمې نړيوالې جګړې راوروسته کمونېسټانو دده هېواد ونيوه او دده کارخونه یې هم محاصره کړه اوباټا يې د پانګواګۍ شيطان وباله او ښکاره دښمني يې ورسره پيل کړه .
توماس له اسوشیتدپريس سره په يوه مرکه کې له هغه مهاله داسې غږيدلې : « زما په نسبت دا ماته خواشينونکې پېښه وه ، موږ د ازادۍ ګومان کاوه هغه بیا پر ستر ې کمونېستې ډيکتاتورۍ واوښته » کمونېست نظام دده کارخونې نوم هم وربدل کړ ،خو د بوټانو دتوليدچاره ټکنۍ نه شوه ارځای يې په تورينتو کې وه دا په حقیقت کې هماغه باټا و ، چې په ګرده نړۍ کې دباټا بوټانو استازی ګڼل کيده . توماس داپوزيسن له هغه خوځښته ملاتړ وکړ ، چې دازادې اروپا رادو یې مسوليت په غاړه درلود ده خپله سوداګري او کاروبار په داسې نوې بڼه پيل کړ لکه څرنګه ،چې ښايیده « خلک دې باوري شي ،چې پر ديموکراتيکو اقتصادي ارزښتونو ولاړ ډيموکرات نظام به دوی ته ډېرګټور تمام شي » .
دغې مبارزې 40 کاله وخت ونيوه اخر په 1989ز کې درڼا څرګ ولګيده دغه مهال دختيځې اروپا کمونيستې ديکتاتورۍ يو دبل پسې ړنګې شوې ، دچاروواګې ډرامه ليکوال هاويل په لاس کې ونيوې او له توماسه يې وغوښتل ، چې بېرته خپل هېواد ته راستون شي او دتوماس دمېرمنې په لاس یې ليک ورواستوه « تومه ... څومره ،چې زر کېدای شي بېرته راستون شه » دپراګ په هوايي ډګر کې ،چې د توماس د هرکلي لپاره څومره خلک راټول شوې و دا ټول دده د ژوند له خاطرو څخه وه .
په 1991ز کې ورته ولسمشر په هېواد کې تر ټولو لوړ نښان ورکړ پردې سربېره يې دکاناډا و سلواک هېوادونو نښانونه يې تر لاسه کړي ، له چک جمهوريت څخه یې وروستۍ ليدنه په تير جون کې وه .
توماس د سوداګريزو فعاليتونو تر څنګ د اقتصادي مرستې ، سوداګريزې ودې ټولنې مشر هم و .