روهي(درې نۍ/۸ د سلواغی)، په کابل کې مظاهره کوونکي د پاکستان د سفارت مخکې راټول شوي وو او له هغوی یې غوښتل چې منظور پښتین دې ژر تر ژره خوشې کړي. مظاهره کوونکو وویل که د دوی غوښتنې ونه منل شي د پاکستان د سفارت مخې ته به خیمه ودروي.
په جلال اباد او اسد اباد کې هم د منظور پښتین په ملاتړ مظاهرې شوې او د هغه نیول کېدل غندل شوي او د سملاسې خوشې کېدو غوښتنه یې شوې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو افغان سیاستوالو هم د منظور پښتین نیول غندلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه د ولسمشر غني ټویټ د پاکستان په چارو کې لاسونه بللې ده.
منظور پښتین وايي د دوی غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، خو د پاکستان پوځ د غورځنګ ځینې مشران د پوځ پر ضد د خلکو په پارولو تورنوي.
وروستي