یوه ښځه د کیک خوړلو سیالۍ لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ

روهي(درې نۍ/۸ د سلواغی)، په اسټرالیا کې د لامېنګټن کیک خوړلو سیالۍ کې یوې ښځې په ډېر کیک خوړلو ځان مړ کړ.شاهدان وايي، دې ښځې چې یو کیک په بیړه خولې ته واچاوه، نو له ستونزې سره مخ شو دې ښځې ته د پېښې ځای کې مصنوعي تنفس ور کړل شو، خو روغتون ته تر رسولو وروسته مړه شوه. .ویډیويي انځورونه ښيي چې له پېښې مخکې پلویان د سیالۍ ګډونوال هڅوي. هغې په دې سیالۍ کې- چې هر کس باید ډېر او ژر کیک وخوري- له نورو کسانو سره سیالي درلوده.
دا ورځ اسټرالیا ته د لومړني اروپايي د تللو لپاره هر کال لمانځل کېږي.دې سیالۍ کې ګډونوال د ډېر کیک، هاټ ډاګ یا نورو توکو په خوړلو جایزې ترلاسوي
دا سیالي د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا ورځې د لمانځلو لپاره جوړه شوې وه.ویل کېږي دا ۶۰ کلنه ښځه د کوینزلنډ په یوه هوټل کې د سیالۍ پرمهال ناڅاپه بې حاله شوه.د دې سیالۍ د ګډونوالو فلم جوړ شوی چې په بیړه بیړه کیک خوري.