پولیسو محسن دوړ نیولی

روهي(درې نۍ/۸ د سلواغی)، پاکستاني پوليسو محسن دوړ او د پښتون ژغورنې د غورځنگ لسگونه نور غړي نيولي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن دوړ پر خپل ټوېټر پاڼې د گڼو ښارونو د احتجاجونو انځورونه خپاره کړي
د منظور پښتین د خوشي کېدو په ملاتړ د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې هم لاریونونه وشول.د کونړ مرکز اسعداباد کې هم سلګونه ځوانانو لاریون کړی او د پاکستان له حکومت یې وغوښتل چې منظور پښتین سملاسي خوشی کړي.
په خوست او پکتيا ولايتونو کې هم د ښاغلي پښتين په پلوۍ احتجاجونه شوي او پلازمېنه کابل کې بيا لاريونوال د پاکستان سفارت مخته ور ټول شوي او د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله.  د پوليسو په وينا ښاغلى دوړ او لسگونه نور احتجاجيان وروسته له هغه ونيول شول چې غوښتل يې په لاريون ووځي.