 
        	    
                    
                                    
                    روهي(درې نۍ/۸ د سلواغی)، د ډېره اسماعیل خان پولیسو رپوټ کې ویل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین په دغه ښار کې د جنورۍ پر اتلسمه نېټه یوې غونډې ته وینا کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی و. له منظور پښتين سره نيول شوي شپږ تنه محکمې ته له وړاندې کېدو وروسته پرېښوول شوي او يوازې د ښاغلي پښتين د ١٤ ورځني توقيف حکم شوى. 
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن دوړ پرون وویل، نن د سې شنبې په ورځ به د غورځنګ غړي د پاکستان په ټولو ښارونو کې لوی  احتجاج کوي. د پېښور پولیس وايي، د نوموړي پر ضد په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو رپوټ ثبت شوی دی او هغوی ته به سپارل کېږي. د پښتونخوا مرکز پېښور کې یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر او مشر منظور پښتین ضمانت ونه مانه او اوس به د ډېره اسماعیل خان زندان ته وړل کېږي. 
 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								