اور لګېدنې د اتو پاکستانيانو ژوند واخېست

روهي  (درې نۍ/۸ د سلواغې)، د پاکستان په لاهور کې د يوې فابريکې دننه د اور لګېدنې له امله اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. 

د عطرو دغه فابريکه کې اورلګېدنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې تېره ورځ ناوخته د ګازو ډبې چاودنه وکړ او اور سرعت پيدا کړ. د قربانيانو ترمنځ دوه ميرمنې هم شاملې دي. 

پاکستانيو چارواکو ويلي دي چې ټپان او مړي يې روغتونو ته وړي دي او د اور لګېدنې د لامل په اړه يې پلتنې پيل کړي دي.