اصف علي زرداري

 
دعربومشهور شاعر المتنبي وايي :
بذا قضت الايام ما بين اهلها
مصائب قوم عند قوم فوائد
ژباړه : « ورځو دخلکو تر منځ دا پريکړه کړې ده ،چې ديو قوم غمونه دبل قوم په ګټه وي » داشعر د داصف زرداري په حال ښه صدق کوي ، ځکه که چېرې بينظير بوټو ژوندۍ وه هيچا دا فکر نه کاوه ، چې اصف زرداري دې دومره وځليږي . هغه زرداري ، چې چا يې نوم ښه نه پېژاند او له نامه سره به يې د ( بې نظير بوټو مېړه ) مختاړی خامخا مل و ، دا دی اوس د يوه واکمن ولسمشر په بڼه راڅرګند شو ، له دومره ډېرو واکونو سره چې هېڅکه د ده مېرمنې نه درلودل . زرداري په ډېر مهارت سره د سياست د شطرنج په تخته کې خپل ټول سيالان مات کړل : جنرال مشرف ، نواز شريف او افتخار چوهدري . خو مهمه دا ده چې ، دی به اوس د پاکستان په څېر له بحراني او بې ثباته هېواد سره څنګه چلند کوي . د زرداري ژوند هغه وخت له لوړو ژورو سره سر شو ، چې کله يې له بېنظير بوټو سره واده وکړ . راځیء د ده د ژوند ځينو اړخونو ته يو لنډ نظر واچوو :
اصف علي زرداري د 1955ز دجولای پر 26 مه نېټه دسويلي پاکستان دسندايالت په نواب شاه نومې سيمه کې نړۍ ته سترګې پرانېستې ، پلار يې حکيم علي زرداري نوميده او هغه مهال په پاکستان کې داقتصاد او سوداګرۍ د ډګر نوموتې څيره وه .
اصف علي زرداري په 1972 ز کې په سندايالت کې له کيډت کالج څخه فارغ او په 1976 ز کې په لندن کې د ( دنتون ) له پوهنځي څخه په اقتصاد او اداره کې بری ليک تر لاسه کړ .
دسياست په ميدان کې هغه مهال وځليده ،چې کله يې په 1987 ز کې د پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو له لور بينظير بوټو سره واده وکړ . ډيری شنونکي وايي ، چې دغه واده د لاټرۍ دټکټ په څير و او دزرداري بخت يې راويښ کړ . بينظير بوټو په 1988 ز کې د پاکستان لومړۍ وزيره شوه ، خو حکومت يې دوه کاله وروسته د درغلۍ او نااهلۍ له کبله ړنګ کړای شو، هغه مهال داسې ويل کېدل ، چې دغه تورونه دده پر ميړه اصف علي زرداري پورې شوي . زرداري دخپلې ميرمنې په حکومت کې دپانګونې وزير و او په دغه برخه کې يې په خلاص مټ بډې اخېستې ان تردې ، چې دهغه پېر ( عصر) مطبوعاتو ده ته د ښاغلی 10% لقب ورکړی و، په دې مانا چې د دولت په هر قرارداد کې ده خپله لسمه برخه ترلاسه کوله او د پاکستان له خزانې څخه يې په ميلونو ډالره پټ کړي او په اروپايي بانکونو کې يې ځای پر ځای کړي .
په 1990 ز کې پرې دفساداو درغلۍ تورونه پورې شول او زندان ته ولېږدول شو ،کله چې په 1993 زکې بينظير بوټو ددوهم ځل لپاره واک ته ورسيده له زندانه ازاد شو او چې کله په 1996 ز کې د بينظير بوټو حکومت ددوهم ځل لپاره دفساداو نااهلۍ له کبله ړنګ شو زرداري ددوهم ځل لپاره د بينظير بوټو دورور مرتضی بوټو په ترور کې د لاس درلودنې له کبله زندان ته ولېږدول شو. مرتضی خپله خور هڅولې وه ، چې اصف علي زرداري له ګونده وشړي ، خو دغه تور سپين نه شو .
په 1997 ز کې زرداري يو ځل بيا دمالي فساد ، بډو او درغليو په تور ونيول شو او زندان ته ولېږدول شو ،خو په 2004 ز کې دضمانت له لارې له زندانه راخلاص شو ځکه محکمې ويلي و ، چې پرده لګيدلي تورونه سپين نه شول . اصف زرداري دخپل عمر يولس کاله په زندان کې تير کړل ، دی پرده لګيدلي تورونه نه مني او وايي ، چې داتورونه ټول سياسي انګېزه لري. بېنظير بوټو دخپل خاوند له درغليو خبره وه ،خو چوپه وه ان تردې ، چې يو ځل داستخباراتو مشر جنرال نسيم رانا ورسره په دې اړه بحث کاوه بينظيرې ورته داسې رډ ځواب ورکړی و : جنراله هيله کوم ، چې له ماسره دا دوسيه مه څيړه .
دبينظير بوټو پر ژوند اصف زرداري د سياست دومره لېواله نه و، د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال مسعود طلعت وايي : « هغه په لومړي سر کې دسياست شوقي نه و ، بلکې د تړونو شوقي و » .

دميرمنې له برکته .... دسياست نړۍ
داوه له مال او سوداګرۍ سره د زرداري کيسه ، خو له سياست سره يې کيسه دبېنظير بوټو له برکته رامنځته شوه او دوه ځلې د 1990- 1993 او 1993 – 1996 کلو تر منځ د پارلمان غړی شو ، همدارنګه زرداري دبينظير بوټو دواکمنۍ پر مهال دوه ځلې دوزارت خوندهم څکلی ، يو ځل په 1993 ز کې د چاپيريال ساتنې وزير و او بل ځلې په 1995ز کې د پانګې اچونې وزير و .
دبينظير بوټو دحکومت له ړنګېدو وروسته اصف علي زرداري وکولای شو ،چې د1997 او1999 زکلو ترمنځ دپاکستان دمشرانوجرګې غړيتوب تر لاسه کړي دغه مهال بينظير بوټو خپلو نږدې ملګرو ملامته کړه ، چې دخاوندد درغلۍ او فسادله امله دې دوه ځله حکومت له لاسه ورکړ او دا غوښتنه يې ورڅخه وکړه ، چې نوره بايدورڅخه جلا شي .
دسياست له ډګره د بينظير بوټو له وتلو او د درغلۍ ، فساد او ترور له کبله اصف زرداري يو ځل بيا له 1999 زڅخه تر 2004 پورې د پنجرو بنديوان شو، په همدې ترڅ کې محکمې دخپلو تورونو يوه برخه بېرته واخېسته او هغه مهال ،چې پرويز مشرف دده له مېرمنې بينظير بوټو سره د واک دويش پر سر خبرې پيل کړې نو د ښه نيت له کبله يې اصف زرداري هم له زندانه ازاد کړ .
دبينظير بوټو له ترور وروسته زرداري هم دسياست په نړۍ کې له سره پښه کېښوده او د خپل زوی بېلاول (19 کلن ) دکم عمر له کبله عملاً دخپلې مېرمنې ځايناستی شو . نوموړي دپيپلزګوندمشري دبينظير بوټو دوصيت له مخې دځان کړه ، خو يو شمير بيا وايي ، چې پر وصيت شوی لاسليک دبينظير بوټونه دی ، خوله همدغو نيوکو او دعامو خلکو تر منځ دناوړه شهرت سره سره ، زرداري يوڅوداسې کارونه ترسره کړل ، چې دده نږدې ملاتړي يې د ده سياسي زيرکتيا بولي :
- له خپل دوديز سيال نوازشريف سره ائتلاف وکړ( نوازشريف ، چې کله واک ته ورسید لومړی کار يې دا و ، چې زرداري يې زندان ته ولېږدوه ) ، د اېتلاف يو شرط دا و چې دوی به هغه قاضيان بېرته په خپلو دندو ګوماري ، چې پروېز مشرف په 2007 ز کې د بيړني حالت له اعلانولو سره له خپلو دندو ګوښه کړي وو . خو اصف زرداري پر خپلو دغو ژمنو وفا ونه کړه . د زرداري او نواز شريف يارانه همدومره وه ،چې پرويز مشرف يې له مخې لرې شو .