د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د منظور پشتين په اړه د ولسمشر غني د ټوېټ په اړه غبرګون او اندېښنه ښوودلې

روهي (درې نۍ/۸ د سلواغې)، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ د افغان ولسمشر د هغه ټوېټ او فېسبوک لېکنې په اړه غبرګون ښوودلی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په اړه يې کړي وو. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويل شوي دي، چې دا ډول کړنې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه ده چې بايد نه وای شوي. 

اعلاميه وايي چې پاکستان له افغانستان سرسه د ښو اړيکو هيله لري او په کار ده چې د يو بل په کورنيو چارو کې لاس وهنې ونه شي.