د بښنې نړيوال سازمان: منظور پشتين دې ژر تر ژره خوشی شي

روهي (درې نۍ/۸ د سلواغې)، د بښنې نړيوال سازمان د پاکستان له حکومت غوښتي دي چې منظور پشتين دې ژر تر ژره ازاد کړي. د دغه سازمان په يیوې اعلاميې کې ويل شوي دي، چې پشتين د پاکستاني پوليسو له خوا بې‌موجبه نیول شوی دی. 

د دغه سازمان ترڅنګ افغان حکومت او سياسيونو هم د منظور پشتين د خوشي کېدو غوښتنه کړې. ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، امرالله صالح او محمد حنيف اتمر د منظور پشتين پر نېولو کېدو خواشيني ښوودلې او د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده. 

منظور پشتين دوه شپې وړاندې پېښاور کې په خپل کور کې پوليسو ونېولو. پولسيو وايي چې منظور پشتين پښتونخوا کې په يوې راټولېدنه کې د پاکستان د اساسي قانون پر وړاندې څرګندونې کړې وې.