امريکا ومنله چې پرون غزني کې د دوی يوه پوځي الوتکه لوېدلې ده 

روهي (درې نۍ/۸ د سلواغې)، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند (سوني لګیت) رسنيو ته منلې ده چې تېره ورځ د غزني په  ده يک ولسوالۍ کې د دوي يوه الوتکه لوېدلې ده. 

دغه امريکايي چارواکي د طالبانو هغه ادعا هم رد کړې ده چې ګواکي ياده الوتکه طالبانو وېشتلې وه. طالبانو تېره ورځ وويل چې الوتکه دوی رانسکوره کړې ده. 

د امريکا پوځ د دغه الوتکې د لوېدلو لامل او تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي خو زياتوي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي. 

تېره ورځ د يادې الوتکې په اړه بيلا بيل خبرونه رسنيز شول. لومړيو کې وويل شول چې د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکه لوېدلې ده خو وروسته اريانا افغان هوايي شرکت د خپلې کومې الوتکې د لوېدنې راپورنه رد کړل.