حامد کرزی: د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره منظور پشتین له بنده ازاد  کړي 

روهي (درې نۍ/۸ د سلواغې)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر مظور پشتين پر نېول کېدو خواشيني ښوودلې ده او د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده. 

د حامد کرزي له دفتر څخه رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د پاکستان د حکومت له لورې د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشر منظور پښتین پر نیولو خپله  خواشیني څرگندوي. 

حامد کرزی زياتوي په داسې حال کې چې زموږ سيمه د افراطيت او تروريزم له درده ځوريږي د داسې سياسي مشرانو او فعالانو ځورول او بنديانول چې د خپلو نظرياتو د بيان او حقوقو د غوښتلو لپاره د عدم تشدد، سوله ایزې او مدني لارې غوره کوي په لوي لاس نويو کړکيچونو او ستونزو ته لار اوارول ګڼل کېداي شي.

حامد کرزی د پاکستان له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين له بنده آزاد کړي."

د ياودنې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني، امرالله صالح او محمد حنيف اتمر هم د منظور پشتين پر نېول خواشينۍ ښوودلې او د نوموړي د بېرته خوشي غوښتنې کړي.