روهي(دوه نۍ/۷ د سلواغی)، الوتک جوړونکې بویېنګ کمپنۍ د تر ټولو لویې الوتکې ۷۷۷ اېکس لومړنۍ ازمایښتي الوتنه په بریالیتوب سره بشبړه کړه.
بویېنګ وايي، دا الوتکه ۴۴۲ میلیونه ډالر بیه لري او ۳۰۹ یې پلورلې دي.دا الوتکه د ایربس اې ۱۰۰۰-۳۵۰ سره سیالي کوي چې ۳۶۰ مساپر پکې ځایېږي. ۷۳۷ مکس چې د بویېنګ تر ټولو ډېرپلورې( ډېره پلورل کېدونکې) الوتکه وه، د بدنامېدو له امله یې دې کمپنۍ ته تر اوسه له نهه میلیارد ډالرو ډېر تاوان رسېدلی دی.
تېر کال د بویېنګ ۷۳۷ میکس الوتکو پېښو کې ۳۴۶ کسان ووژل شول او اوس دا کمپنۍ مارکېټ کې د خپل نوم د ښه والي هڅه کوي. له دې مخکې د تېرې اونۍ لومړیو کې د سختې هوا له امله دا ازمایښتي الوت دوه ځل ځنډول شوی و.راتلونکی کال د امارات هوايي کرښه کې تر شاملېدو مخکې پکار ده دا الوتکه نور ازمایښتونه هم وکړي.
وروستي