امرالله صالح: د منظور پشتين ارام او له موسکا ډک او د پاکستاني پوليس ترسېدلی انځور مې ولېد

روهي (دوه نۍ/۷  سلواغې)، د ملي امنيت پخواني رئيس او د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټيم لومړي مرستيال امرالله صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د نېونې په اړه غبرګون ښوودلی. 

صالح پر خپل ټوېټر ليکلي دي، چې بند خونه کې مې د منظور پشتين له خندا او ارامتيا ډک او د پاکستاني پوليسو د ويرې او ترس انځور ولېد. 

صالح وړاندې ليکلي "دغه انځور تاريخ راخېستی دی. دغه انځور ۱۹۷۱ کال ښوودنه کوي." (۱۹۷۱ کال کې بنګلادېش له پاکستان جلا شو چې دلته د امرالله صالح اشاره د پښتونخوا خپلواکۍ ته ده.)

صالح په اخير له منظور پشتين د ملاتړ ويلي دي او د نوموړي د ژر خوشي کېدو هيله يې ښوودلې ده. د يادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم د منظور پشتين پر نېونې خواشني ښوودلې او د خوشي  کېدو غوښتنه يې کړې.