روهي(دوه نۍ/۷ د سلواغی)، ټرمپ یوه ورځ وروسته له هغه چې مدافع وکیلانو یې د سنا په محاکمې کې د هغه دفاع وکړه په تویټر ولیکل د مواخذې قضیې مشر څارنوال او د کانگرس غړی ادم شیف د یو مفسده سیاستوال په توگه یاد کړی. چې د مواخذې جعلي قضیه په انتخاباتو کې داسې مداخله ده چې مخکې یې ساری ندی لیدل شوی.
د ټرمپ د دفاع یوازې دوه ساعته څرګندونې د ډموکراټانو د استدلال د ورځو په پرتله په جمهوري غوښتونکو ډیره اغیز کړې ده. دموکراتان وایي د هغه شهادت په واسطه چې جمهوري غوښتونکو یې تر اوسه مخه ډب کړې، ستونزه ډیر په اسانه حل کیدای شي. د سپینې ماڼۍ سلاکار پټ سیپولون ویلي، که د سنا مجلس د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ محکوم او له دندې لرې کړي، دا به 'په بشپړه توګه له واکه بې مسئولیته ناوړه ګټه اخیستنه وي
د سپنیې ماڼۍ د سلاکارانو ډله ادعا کوي چې ولسمشر د پریکړې پراخ صلاحیتونه لري او په بهرنۍ تگلاره کې د هغه د پریکړو سره مخالفت یا مشوره اخیستل جرم نه گڼل کیږي.
وروستي