محسن دوړ وايي: ښاغلى پښتين له دې امله نيول شوى چې د پښتنو د يوالي  لپاره يې د جرګې د جوړولو خبره کړې وه

روهي(دوه نۍ/۷ د سلواغی)، حسن دوړ وايي ښاغلى پښتين له دې امله نيول شوى چې د پښتنو د يوالي او يو موټي کيدو لپاره يې د جرګې د جوړولو خبره کړې وه. د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړى محسن دوړ وايي د غورځنګ غړي به سبا د پاکستان په ټولو ښارونو کې درونداحتجاج کوي.دا احتجاجي لاريونونه د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشر منظور پښتين د نيولو په غبرګون کې کېږي.
پاکستاني پوليسو تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر له خپلو شپږو ملګرو سره په پېښور ښار کې ونيوه. د پېښور پولیسو ویلی دی به د ډیره اسماعیل خان پولیسو ته چې د ښاغلي پښتین د نیولو امر یې کړی، سپاري.
دا لومړی ځل دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټگر نيول کېږي، خو نور مشران يې وړاندې هم نيول شوي و. د ‌‌‌‌‌‌ډېره اسماعیل خان پولیسو رپوټ کې ویل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین په یاد ښار کې د جنورۍ پر اتلسمه نېټه یوې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته وینا کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی و.