اسرائيل به له دې وروسته سعودي عربستان ته په عادي ډول سفر کوي 

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، د اسرائيلو حکومت خپلو وګړو؛ مسلمانانو ته ديني مراسمو او سوداګرۍ او  يهودانانو ته د سوداګرۍ او نور موخو په پار سعودي عربستان ته د ورتګ اجازه ورکړې ده. 

تېره ورځ د اسرائيلو کورنيو چارو وزير ويلي چې د سعودي عربستان او اسرائيلو اړيکو ته په کتو د دغه هېواد وګړي کولی شي چې سعودي عربستان په عادي دول سفرونه وکړي. 

له دې وړاندې د اسرائيل هېواد مسلمانانو نه شول کولی چې د ديني مراسمو لکه حج او عمرې لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي. د دوی تګ يوه پيچلي پروسه وه چې بايد د حکومت ځانګړې اجازه يې تر لاسه کړې وای. 

اسرائيل او سعودي عربستان په تېر کې د فلسطين پر سر توندې اړيکې درلودې، خو د امريکا متحدو ايالتو په هڅو سعودي عربستان له اسرائيلو سره خپلې اړيکې نېږدې کړې دي او دغه دوه هېوادونه ايران ته د يو ګډ ګواښ په سترګه ګوري.