بيړنی خبر: عزني کې د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکه لوېدلې

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې يو مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده. 

کورنيو چارو وزارت رسنيو ته ويلي دي چې د ۳۵۸ الوتنې لرونکې الوتکه د اريانا افغان هوايي شرکت  الوتکه وه، چې له هرات يې غزني ته الوتنه درلوده. 

د اريانا هوايي شرکت هغه راپورنه رد کړي دي چې ګواکي لوېدلې الوتکه اريانا افغان هوايي شرکت پورې اړه لري. د اريانا افغان هوايي شرکت مسوولينو ويلي دي چې د دوی د نن ورځې ټولې شوې الوتنې خوندي دي او کومه الوتکه يې نه ده لوېدلې. 

د غرني ولايتي اداري هم د پېښې پخلی کړی دی او ويلي دي چې په الوتکه کې ۱۱۰ کسان مسافر وو. تر اوسه د مرګ - ژوبلې په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي. 

د غزني ولايتي اداري ويلي دي چې ژغورنکې ډلې يې سيمې ته استولې دي او د لومړنيو مالوماتو پر اساس پېښه کې د الوتکې يوه برخه سوځېدلې ده. 

دا چې ياده الوتکه د کوم هوايي شرکت اړوند تر اوسه يې په کره مالومات نشته.