هندۍ لوبغاړې (سیژال شارما) ځان وژنه وکړه

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، د هندي رسنيو د راپورونو پر اساس د هندوستانۍ تلويزوني او فلمي لوبغاړې (سیژال شارما) په خپل استوګنځای کې ځان وژنه کړې ده. 

امنيتي او جنايي مسوولين وايي چې نوموړې لوبغاړې خپل ځان د کوټې په چت پوري ځوړند کړی او ځان يې کړې وه. د نوموړې يوې ملګرې د پېښو په لېدو پوليسو ته خبر ورکړی. 

پوليسو د نوموړي له جسد سره يو لېکل شوی کاغذ هم موندلی چې نوموړي پرې لېکلي وو، "شخصي ژوند کې ستړې او ماته يم."

دغه لوبغاړې د هندوستان له راجستان ايالت څخه ممبيۍ ته راغلې وه او د Dil Toh Happy Hain Ji په نوم يو تلويزوني پروګرام کې يې کار کولو.