برازيل د تيلو په تولېد کې نوی رېکارډ خپل کړ؛ تېر کال يې يو مېلېارد بېلر تېل تولېد کړي 

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، د سويلي امريکا برزايل هېواد د تيلو په تولېد کې خپل پخوانی رېکارډ مات او تېر کال يې له مېلېارد بېلره ډېر تيل تولېد کړي دي. 

دغه هېواد وکړی شول چې تېر نومبر مياشت کې يوه ورځ کې نېږدې ۳ مېلېونه بېلر تيل توليد کړي. برازيل په سويلي امريکا د تيلو د سرچينو غني هېواد شمېرل کيږي. 

برازيل د تيلو د سترو توليدونکو هېوادونو چې د OPEC  په نوم سازمان کې سره راټول دي غړی نه دی او د OPEC بهر د نړۍ دويم تر ټولو ستر د تيلو توليدي هېواد دی.