ملنګ (Malang) څه داستان لري؟ 

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، ملنګ د هند بالېوډ سېنما نوی فلم دی چې د راتلونکې فيبرورۍ مياشتې په ۷ نېټه نندارې ته وړاندې کيږي. د دغه فلم د جوړېدو چارې تېرې کال پيل شوې وې. 

 آدیتا روي کپور، دیشا پاتاني، آنیل کاپور او کونال کمو په دې فلم کې مرکزي رولونه تر سره کړي دي. د دغه فلم داستان  آسم آروورا لېکلی دی. 

د ملنګ فلم داستان د مينې او جګړې دی. په دې فلم کې آدیتا روي کپور او دیشا پاتاني سره مينيږي. دوی خپل مينې ته د رسېدو لپاره ستونزې ګلي او د فلم صحني له جګړې يا اکشن ډکې دي. 

دغه فلم نېږدې لس ورځې وروسته د فيبرورۍ مياشتې په ۷ نېټه نندارې ته وړاندې کيږي.