چين کې corona ويروس ۸۰ کسان وژلي او ۳۰۰۰ نور اغېزمن کړي 

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، چين کې د corona ويروس د خپرېدو تازه راپورنه وايي چې تر اوسه ۸۰ کسان وژل شوي دي او تر درې زره نور کسان په کې ټپيان دي. 

دغه ويروس د تېرې دسمبر مياشتې په وروستيو کې چين کې پيدا او خپور شو. چين يې د مخنوي لپاره بيړنۍ هڅې پيل کړي دي او تېره اوونۍ يې يوازې د همدې ناروغۍ د درملنې لپاره د يو زر بستريز روغتون چارې پيل کړې. 

نړيوالو روغتيايي ادارو اندېښنه ښوودلې ده چې که چېرې پر خپل وخت چين کې د دغه ويروس مخه ونه نېول شي نو ښايي چې د سيمې نورو هېوادونو ته هم لار پيدا کړي.