بعداد کې د امريکا پر سفارت توغندي لګېدلي او يو شمېر امریکايان په کې ټپيان شوي دي

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، له عراقه راپورونه وايي چې بغداد کې  د  واشنګټن پر سفارت درې توغندي لګېدلي دي، چې درې کسان په کې ټپيان شوي دي. 

ويل کيږي چې دوه توغندي د سفارت په انګړ او يو بل پر پخلنځي لګېدلی دی. د عراق حکومت د بريد د پخلي ترڅنګ دغه بريد غندلی دی. 

متحدو ايالتو د بريد پړه په عراق کې د ايران ملاتړ لرونکو وسله والو ډلو په غاړه اچولی دی او د عراق له حکومت يې غوښتي دي، چې په دغه هېواد کې د امريکا د سياسي او ډپلماټيکو ادارو امنيت ته پام وکړي. 

له دې وړاندې ايران عراق کې د امريکا پر پوځي اډو توغندي وتوغول چې تلفات يې درلودل. ايران ياد بريدونه د قاسم سليماني د وژنې په غبرګون کې کړي وو.