د بلخ يو شمېر اوسېدونکي: هوايي بريد کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي 

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې د شنبې پر شپه د حکومت پر هوايي بريد کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي، چې درې په کې ماشومان دي.

د يادې کورنۍ غړي له حکومت غواړي چې دغه پېښه دې وڅېړي او هغه کسانوو چې نغاړي يې کړې ده مجازات دی يې کړي. 

د نور محمد په نوم د بلخ ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي چې د شپې ډوډۍ پر مهال الوتکې راغلې او پر دغه کورنۍ يې بممبار وکړ، چې ښځې او ماشومان په کې ووژل شول. 

د هېواد ملي دفاع وزارت هم د دغه پېښې پخلی کړی دی او په يوې اعلاميې کې يې ويلي دي، چې سيمې ته يو هئيت لېږلی دی ترڅو د دغه پېښې په اړه پلټنې وکړي.