د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د (ډي اِن اې DNA) مرکز فعال شو 

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، د لومړي ځل لپاره د افغانستان په عدليي طب کې د (ډي اِن اې DNA) د تشخيص مرکز پرانېستل شو. 

دغه مرکز تېره ورځ کابل کې د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او د روغتيايي وزير فيروز الدين فيروز له خوا پرانېستل شو. 

افغانستان کې پخوا دا ډول مرکز شتون نه درلود او ناروغان د تشخيص لپاره له هېواد بهر لېږل کېدل. 

د (ډي اِن اې DNA) مرکز به وکولی شي، چې د طعبيي  او خونړيو پېښو د قربانيانو تشخيص په ښه ډول سره وکړي.