
روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله خبرداری ورکوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د يو اړخيزو او خپل سرو ګمارنو پر وړاندې زغم پای ته رسېدلی دی او ورته د منلو وړ نه دي.
عبدالله عبدالله دغه څرګندونې تېره ورځ کابل کې د خپلو پلويانو په يوې ناستې کې کړي دي. عبدالله عبدالله ويلي چې د محمد اشرف غني ګمارنې خپل سرې دي او ورته د منلو نه دي.
عبدالله عبدالله وايي چې د اوسني حکومت مشروعيت هغه سياسي هوکړه ده چې د ملي حکومت د جوړېدو په سر کې شوې وه.