محمود درويش

 دعربي نړۍ او فلسطيني مقاومت وتلی او مشهور شاعر محمود دروېش د 67کلو په عمر ومړ. د فلسطين په تاريخ کې د دروېش جنازه د ياسر عرفات تر جنازې وروسته تر ټولو لويه جنازه وه . د ده دمړينې له امله د نړۍ وتلي مشرانو لکه بشار الاسد ، عمرو موسی ، ملکه رانيا ، ملک عبدالله ، د مراکش پاچا ، د تونس پاچا او يو شمېر نورو د فلسطين ولسمشر محمود عباس ته د خواخوږۍ پيغامونه ولېږل . محمود دروېش ته د فلسطيني حکومت تر جوړېدو وروسته د مهمو دولتي څوکيو وړانديزونه وشول ، خو هغه ونه منل . هغه داسراييلو او الفتح تر منځ د اوسلو د سولې تړون رد کړ او له الفتح څخه يې ځان ګوښه کړ . دروېش د فلسطينيانو تر منځ د مقاومت د شاعر لقب ګټلی او دده اشعار په 22 ژبو ژباړل شوي . د دروېش ژوند له ډېرو لوړو ژورو ډک دی ، راځیء دده د شاعرۍ تر څنګ د ده ژوند له نورو اړخونو سره هم آشنا شو:
محمود درويش په 1941 ز کې د عکا په البروة نومي کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې دغه کلي په 1948 ز کې له يوې مخې ړنګ شو ( موږ يوځل بيادپناه غوښتونکو په څېر ژوند کاوه ، خودا ځل په خپل ټاټوبي کې ،دا يوه ډله ييزه تجربه وه ،زه به دغه ټپ هېڅکله له ياده ونه باسم ) ، دپنځو ورورڼواو دريو خويندو تر منځ دويم و ، د 7 کلو و، چې له خپلې کورنۍ سره يې د لبنان لار ونيوله او په الجليل کې يې استوګنه غوره کړه د یو کال لپاره همدلته پاتې شو وروسته بياپه ناقانونه توګه فلسطين ته راوګرځيد او په دير الاسد کې مېشت شو .
له لبنان ، چې کله راوګرځيد د دير الاسد په ښوونځي کې يې خپلې لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې ، خو تل له دې ډاريده ، چې د ناقانونه راګرځيدنې له کبله زندان ته ونه ليږدول شي دغه ټوله دوره یې له هويت پاڼې پرته تېره کړه ، منځنۍ زده کړې يې په کفر يا سيف کې تر سره کړې .
محمود درويش په 1961 ز کې د اسرائيلوله کمونيست ګوند ( راکاح ) سره يو ځای شو په دغه ګوند کې عربان او يهود يو ځای و ، دګوند په ورځپاڼه کې يې د ليکوال په توګه دنده تر لاسه کړه . فلسطينيان په اسرائيلو کې تر 1966 ز پورې دبيړني قانون تر حکم لاندې و که له يوه ځايه بل ځای ته تلل بايد دسيمې پوليس یې خبر کړې وای دغه ډول اجراات درويش ته درانه تماميدل د پوليسو له اجازې به پرته له حيفا څخه وت ،ځکه نو په 1961 ز 1965ز 1967 ز کې درې ځلې د اسرائيلو له خوا زندان ته ولېږدول شو .
دمحموددرويش د( زيتون پاڼې / 1946) او ( دفلسطين عاشق / 1966) شعري ديوانو ورته دشهرت لار پرانېسته او د مقاومت د شاعر په توګه مشهور شو دغه مهال نو دا د 22 کلو و ، دده د ( هويت پاڼه ) قصيده ،چې مخاطب يواسرائيلي پوليس دی ،دغه قصيده ډله ییز چلينج چيغه وبلل شوه درویش دهمدې قصيدې له کبله په 1967 ز کې زندان ته ولېږدول شو .
اسرائيلو محموددرويش ته د لوړو زده کړو اجازه ورنه کړه نو په 1970ز کې يې په موسکوکې سياسي اقتصاد ولوست او له وهمه هم ورسره خلاص شو په موسکو کې دخپلې استوګنې په اړه کاږي :
« د يو ځوان کمونیست لپاره موسکو دواتیکان حيثیت لري ، خودا راته جوته شوه ،چې دا جنت نه دی » په
1971 ز کې یې په القاهرة کې په ( الاهرام ) ورځپاڼه کې دنده ومونده او پريکړه یې وکړه ، چې حیفا ته ورستون نه شي . په 1973 ز کې له ( الفتح / دفلسطين دازادۍ غورځنګ ) سره یو ځای شو دغه مهال نو پوره 23 کاله اسرائيلوته له ورتک منع و .
يو شمېر فلسطيني او دګوند ملګرو يې پړ باله ،چې ولې یې اسرائیل پرېښودل « دازما په ژوند کې تر ټولو سخته پريکړه وه ، 10 کاله مې اجازه نه درلوده ،چې له حيفا څخه ووځم او له 1967ز راديخوا نظربند وم ، خو له دې هر څه سره زه دګناه احساس کوم ،چې ولې له اسرائيلوووتم » .
له 1973 ز څخه تر 1982ز پورې په لبنان کې اوسيده اود ( شوون فلسطينة ) دمجلې مسوول مدير و کله ،چې الفتح ګوند دڅيړنو مرکز پرانېست دايې لومړنی مدير و ، په 1981 ز کې يې د ( الکرمل ) په نوم د یوې ادبي مجلې دچاپ تابياوکړه . تر 1977ز پورې دده له عربي دیوانو څخه نږدې يو ميلون نسخې وپلورل شوې .
په لبنان کې کورنۍ جګړه له 1975ز تر 1991 ز پورې روانه وه ، محمود درویش په 1982 ز کې بيروت پريښود ځکه ،چې د ارييل شارون په مشرۍ اسراييلي پوځونو پر لبنان بريدوکړ پلازمينه بیروت یې دوه مياشتې محاصره کړې و دغه مهال نو محموددرويش ( سرګردانه جلا وطنه ) و د سوريې ، قبرص ، قاهرې ، تونس او پاريس ترمنځه لالهانده ګرځيده او پر عربي نړۍ يې ترخې ملنډې « اوس دعربانو په زړه کې دفلسطين پر ځای فټ بال دی » وهلې .
محموددرويش وايي : « ځان مې له ګردو اندېښنو څخه خلاص کړ ، اوس ایله ملنډې وهم ، اوس يوازې د ژوند په اړه پوښتم ، ملتپالنه دلته هيڅ ځای نه لري » . په 1985ز کې يې په پاريس 90 ورځې تيرې کړې او په 1986ز کې يې د( ذاکرة النسیان ) په نوم شهکار وليکه .
دمحموددرويش د( واده پېښه ) يو څه پيچلې ښکاري خپله وایي : « ما واده کړې و ، خو زما دغه تجربه نه ياديږي » په 1977ز کې د سوریې دمشهور شاعر نزار قباني له وریرې رنا قباني سره يې په واشنګټن کې ليده کاته وشو ،واده يې ورسره وکړ ،خو له څلورو کلو وانه وښت « ورڅخه جلا شوم ، چې له کيمبردج پوهنتون څخه خپله دوکتوراه بشپړه تر لاسه کړي ، دوام ورسره ناشونې و » دشلمې پيړۍ په اتيایمو کلونو کې يې يوکال وروسته له مصرۍ ژباړونکۍ حياة الهيني سره واده وکړ په دې اړه وايي : « زموږ تر منځه هېڅ خوا بدې نه و ، په خوښۍ سره جلا شو ، درېيم ځل مې واده نه دې کړې او هېڅکله به ېې ونه کړم ، زه پر ګوښيتوب روږدې يم ، ماهيڅکله دا نه وغوښتي ، چې زه د اولاد ولرم ، کېدای شي له مسووليته به ډاريدم ، زه استقرار او ثبات ته اړتيالرم ، زما دليکنې طرزالعمل دا سیک راکړې ،چې رايه مې زر بدله کړم ، شعر زما د ژوند محور دی ، څه شی ،چې زما له شعر سره مرسته کوي زه یې هم کوم او کوم يو ، چې ورته زيان رسوي ځان ورڅخه ژغورم » . درويش خپله اعتراف کوي ،چې زه مينه کې ناکام وم .
له 1985 ز څخه تر 1995 ز پورې په پاریس کې اوسيده په 1987ز کې الفتح د ګوند داجرائيوي شورا غړی شو ،خو رول يوازې سمبوليک و « زه هيڅکله د سياست سړی نه وم » دفلسطين د اطلاعاتو اوکلتور وزیر یاسر عبدربه وايي : « دا ګوښې هنرمند نه و ، سياسي ژونديې څاره او دافراطي دريځونو پر ضديې غبرګون ښود » په 1971 ز کې په القاهرة کې له ياسر عرفات سره ملګری شو عرفات وايي : « زه کولای شم ،چې په تاکې د هېواد مشک بوي کړم » داطلاعاتو او کلتور وزارت وړانديز يې ورته وکړ ، خو درويش ونه مانه .
کله ،چې الفتح ګوند په 1993ز کې داوسلوتړون لاسليک کړ محمود درویش په دويمه ورځ د الفتح ګوند له اجرائیوي شورا له غړيتوب څخه لاس واخېست « فلسطينيان ،چې رابيدار شو ويې ليدل ، چې تېر ( ماضي ) نه لري » داوسلو تړون ورته کاواکه ښکاره شو ويې ويل ، چې دا سرته نه رسيږي غوره داده ،چې کړکيچ نور هم پيچلې شي ،چې دتلپاتې سولې او ژوند وړ فلسطيني دولت راوزيږيږي . د فلسطين د اطلاعاتو اوکلتور وزير وايي : « محمود درويش پر اوسلو شکمن و ، له بده مرغه وايم ، چې دهغه حکم کره او سم و » .
محموددرويش په پلازمینه عمان کې کور درلوده ،خو خپله په 1996ز کې په رام الله کې استوګن و ،
په 1999 ز کې اسرائيلوته د محمود درويش په ننوتو لګيدلي بنديزونه يوڅه نرم شول اواجازه ورکړل شوه ،چې خپل هغه خپلوان ،چې اوس هم په حيفاکې استوګن دي له نږدې وګوري . د2000 ز له پاڅون راوروسته پرې بنديز ولګول شو . مور يې د معدې سرطان درلود په روغتون کې بستر وه اسرائیلي چارواکويې دليدنې اجازه ورنه کړه ، مور يې ښه شوه خو د دوو کلو لپاره يې ورسره ليده کاته ونه وشول .
پر محمود درويش دوه ځل د زړه حمله راغله لومړی په 1984 ز او دوهمه په 1998 ز کې دواړه ځل يې د زړه عمليات ترسره کړل د لومړي عمليات په اړه وايي « زړه مې د دوو دقيقو لپاره ودريده ، د بريښنا شارت يې راکړ ، خو له دې وړاندې مې ځان وليد ، چې د سپينو وريځو له پاسه لامبم ، ماشومتوب مې راپه زړه شو ، مرګ ته تسليم شوم ، کله ، چې بېرته ژوند ته راوګرځيدم د درد احساس مې وکړ »
ددويم عمليات په اړه په خپلو خاطرو کې کاږي : « زه په زندان کې يم ، ډاکتران ته وا لکه پوليس ځوروي مې ، زه اوس له مرګه نه ډاريږم ، له مرګه مې سخت کار کشف کړې ، هغه د تلپاتې والي فکر دا ،چې ته تلپاتې اوسې دا نو بيارښتيني کړاو دی ، زه په ژوند کې کومې شخصي غوښتنې نه لرم ،ځکه زه په مستعاره زمانه کې اوسم ، زه ډېرې هيلې هم نه لرم ، زه اوس د هغه څه ليکلو ته انتظار باسم ، چې زه يې بايد وليکم کله ،چې دا پوره شول بيا به ځم » .
په 2000 ز کې د محمود درويش پښه له اسراييلو په فرهنګي جګړه کې راښکيل کړلې شوه دښوونې او روزنې وزير يوسي ساريد اعلان کړه ،چې د محمود درويش پنځه قصيدې به د تعليمي نصاب يوه برخه وي ځکه موږ په ګڼ کلتوري هېواد کې ژوند کوو او فلسطينيان دلته ٪19 دي . دوزير دغه اعلان په پارلمان کې غوغا راپورته کړه سخت دريځه بني الون وويل : « که دغه ټولنه ځانوژنه غواړي نو دمحمود درويش شعرونه دې په نصاب کې ننباسي » د اسراييلو پخواني لومړي وزير اسحق شامير دمحمود درويش د ( عابرون فی کلام عابر ) څخه يو څو بيتونه او په پارلمان کې يې پرې بحث وکړ . نږدې وه ،چې سخت دريځه اسراييلې ګوندونه له پارلمانه ووځي .
دمحمود درويش شعرونه له شلو زياتو ژبو ته ژباړل شوي دي د ارواښاد مشهورې قصيدې ( بطاقة هوية / يوميات جرح فلسطيني / الی امي / احمد الزعتر ) .
تېر کال په اسراييلو کې په يوه مشاعره کې راڅرګند شو دا له 1970ز څخه راوروسته دده لومړني راڅرګنديدل و . محمود درويش په دغه مشاعره کې د ( انت منذ الان غيرک / ته سر له اوسه بل څوک یې ) تر سرليک لاندې يوه قصيده ولوسته او د الفتح او حماس ډلو خپلمنځي جنګونه یې په کې وغندل ، په دې اړه محموددرويش په خپلو خاطرو کې کاږي : « ايادا موږ ته په کارده ،چې خپل ځانونه له بره راوغورځوو ، خپلې وينې پر خپلو لاسونو وګورو ، موږ بايد پوه شو ، چې موږ ملايکې نه يو لکه څرنګه ،چې مو ګومان کاوه ، موږ څه درواغ وويل : ،چې موږ يوه استثنا يو » .
دمحمود درويش شعري ټولګۍ او کتابونه
عصافير بلا اجنحة / بې وزرو مرغۍ
اوراق الزيتون / د زيتون پاڼې
عاشق من فلسطين / له فلسطينه یوشاعر
اخر الليل / دشپې پای
مطر ناعم فی خريف بعيد / په لرې مني کې نرم باران
يوميات الحزن العادی / دعادي خفګان ورځې
يوميات جرح فلسطيني / دفلسطيني ټپ ورځې
حبيتي تنهض من نومها / زما معشوقه له خوبه پاڅيږي
محاولة رقم 7 / اوومه هڅه
احبک او لا احبک
ارواښاد محمود درويش په خپل شعري يون کې دغه جايزې تر لاسه کړي
دلوتس جايزه 1969 ز
دارام سمندر جايزه 1980ز
د فلسطيني انقلاب سپر 1981 ز
د شعر اروپايي لوحه 1981 ز
دابن سينا جايزه / په پخواني شوروي اتحاد کې 1982ز
دلينين جایزه / په پخواني شوروي اتحاد کې 1983ز