روهي (يوه نۍ/۶ د سلواغې)، کورنيو چارو وزارت وايي چې د پنجشير امنيه قومندان يې له دندې ګوښه کړی او پر ځای يې د امنيت پخوانی امر عبدالواسع فراجي ټاکلی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې امنيه قومندان د حسيب قوای مرکز په نوم د يو زورواکي په نېونه کې پاتې راغلی او نغاړي يې کړي چې په همدې اساس له دندې ګوښه وشی.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي په دې اړه پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، "د پنجشیر ولایت امنیه قوماندانی ته له وړاندې دنده ورکړل شوې وه چې حسیب قوای مرکز ونیسي او قانون ته یې وسپاري، له دې چې د پنجشیر ولایت امنیه قوماندان په دغه برخه کې تعلل کړی او جدي قانوني اجرائات یې نه دي کړي، هغه له دندې کوښه او پر ځای یې ددغه ولایت د امنیت آمر عبدالواسع فراجي د سرپرست په توگه وټاکل شو.
له دې چې حسیب قوای مرکز په پنجشیر کې دی، نوي سرپرست امنیه قوماندان ته دنده ورکړل شوه چې ژر یې ونیسي او د قانون منگولو ته یې وسپاري."
حسيب قوای مرکز نومي زورواکی کابل او يو شمېر ګاونډ ولايتونو کې په وسله والو غلاوو، انسان تښتونې، قانون ماتونې او زورواکۍ تورن دی.
وروستي