د افغانستان فوټسال ښځینه لوبډلې په خپله دویمه لوبې کې هم ماته وخوړه

روهي(یوه نۍ/۶ د سلواغی)، د افغانستان د فوټبال فدراسیون معلوماتو له مخې پرونۍ لوبه چې د افغانستان او ایران تر منځ و ۱ پر ۱۶ ګولونو د ایران به ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي له دې لپاره چې دا د افغانستان د لوبډلې لومړنۍ بهرنۍ لوبې دي او دوی دننه هېواد کې د ځینو محدودیتونو سره مخامخ دي نو د ډېر ځلېدو تمې ترې ندي. دغه سیالۍ په امتیازي ډول دي او په پای کې هغه لوبډله د سیالیو ګټونکې بلل کیږي چې تر ټولو ډېرې نمرې یې ګټلي وي.
دغه سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۴ نه تر ۲۹ نېټې پورې د افغانستان په شمول د ایران، ترکمنستان، ازبکستان، قرغزستان او کوربه هیواد تاجکستان لوبډلې سره سیالۍ کوي. په لیست کې ایران تر ټولو مخکښه لوبډله ده. د تېرې جمعې په ورځ ایران د تاجکستان لوبډلې ته هم صفر د ۱۵ ګولونو په مقابل کې ماتې ورکړه.