ترکیې کې د زلزلې مرګ ژوبلې ډېرېدل

روهي(یوه نۍ/۶ سلواغی)، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د ځپل شویو کسانو سره به د مرستې لپاره هر عاجل اقدام وشي. په ترکیه کې د ژغورنې ۴۰۰۰ کارکوونکي لا هم په زلزله کې تر یو شمېر نړېدلیو ودانو لاندې د ګېر پاتې شویو کسانو د ژغورلو او پیدا کولو هلې ځلې کوي. د زلزله ځپلو لپاره د مرستو ۹۵۰۰ خیمې لګول شوي او ۱۷۰۰۰ خوراکي توکي او مواد هم پر دغو خلکو وېشل شوي‌ دي.
په ترکیه کې د ریکتر په کچه ۶.۸ درجه زلزله د جمعې په ورځ وشوه او د دغه هېواد د ایلازیک او مالاتیا ایالتونه یې وځپل. تر دې دمه ۴۵ کسان ژوندي ویستل شوي خو سیمه ایزې رسنۍ وايي‌ چې ۱۴ کسان لا هم ورک دي. د یو شمېر نورو جسدونو په پیدا کېدو سره د ترکیې په زلزلې کې د مړو شمېر ۳۵ ته ورسېده.
د ترکیې د بېړنیو حالاتو د کنترول اداره وايي چې په زلزله کې ۱۶۰۷ کسان ژوبل شوي دي چې ۱۰۴ تنه یې لا هم په روغتون کې بستر دي.