ټرمپ: پر ایران باندې لگیدلي بندیزونه  به لرې نه کړي

روهي(یوه نۍ/۶ سلواغی)، ټرمپ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د څرگندونو په غبرگون کې ویلي متحده ایالات به د ایران سره د مذاکراتو په مقصد پر هغه هیواد باندې لگیدلي بندیزونه لرې نه کړي. ټرمپ چې دغه څرګندونې له جرمني د شپیگل مجلې سره یې په مرکه کې کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا په خپل ټویټر کې د شپیگل مجلې سره د جمعې د ورځې د مرکې یوه برخه راخیستې چې وایي: ایران اوس هم د امریکا سره خبرو ته تیار دی خو که بندیزونه لرې کړل شي
د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ هغه وخت زور واخیست چې د جنورۍ په دریمه یې د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواکو قوماندان قاسم سلیماني په یو هوایي برید کې وواژه او بیا ایران په بغداد کې د امریکایي ځواکونو پر اډه بالستیک میزایل وتوغول.