کابل کي درې تنه د موبایل د غلا او چپاول په تړاو ونیول شول

روهي( یوه نۍ/۶ د سلواغې )، پولیسو د کابل ښار د پنځمې، نهمې او اولسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې درې تنه د موبایل د غلا او د عامه مالونو د لوټولو په تړاو نیولي دي.
پولیسو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند کوټه سنګي سیمه کې یو کس د موبایل د غلا په تړاو باالفعل نیولی دی.
همدا ډول د نهمې امنیتي حوزې په اړوند صنعتي پارکونو سیمه کې هم یو کس د عامه مالونو د لوټولو په تور نیول شوی دی.

د یادونې وړ ده چې پولیسو د کابل ښار د اولسمې امنیتي حوزې په اړوند سرای شمالي سیمه کې زرګل مشهور په "بهادر بې دندان" د چپاولګرۍ او ژوبلې قضیو په تړاو نیولی دی.