ولسمشر غني له راس ویلسون او جنرال سکاټ مېلر سره وکتل

روهي( یوه نۍ/۶ د سلواغې )، ولسمشر  محمد اشرف غني په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت شارژدافیر راس ویلسون او د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی جنرال سکاټ مېلر تېره اونۍ قطر ته د خپل سفر په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.

جنرال مېلر وویل، د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي او کله چې یې پرمختګ وکړ، خلیلزاد به کابل ته سفر وکړي او خپل مالومات به د افغانستان حکومت سره شریک کړي.
 
ولسمشر غني د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو د هر اړخیزو هڅو ستاینه وکړه او په هیواد کې د جګړې پایته رسېدو لپاره یې پر سراسري اوربند ټینګار وکړ.