رادوان کراديچ

 د لسګونو زرو مسلمانو سربيانو او بوسنيايانو قاتل رادوان کراديچ ، چې له ديارلس کلو راهيسې يې داوږدې ږيرې ترشا ځان پت کړی و ، بالاخره دعدالت پنجو ته ولوېد او د هاګ نړيوالې محکمې ته يوړل شو . یقيناً د دې خبر په اورېدو سره به د سلګونو زرو مسلمانانو زړونه په ټوپونو راغلي وي ، خو دا چې آيا په رښتيا به ده ته هغه سزا ورکړل شي ، چې دی يې وړ دی او آيا دده مجازات به وکولی شي د ده د قربانيانو پاتې شوني تسکين کړي ، دا به په هاګ کې دجنګي جرمونو د نړيوالې محکمې تر حکم وروسته څرګنده شي . د کراديچ نيول په افغانستان کې هم د ډېرو خلکو لپاره يو ښه زېری و ، ځکه چې له ډېری هېوادوالو سره داسې هيلې پيدا کيږي ، چې ګوندې يوه ورځ د دوی مجرمين ، د دوی د دسلګونو زرو هېواودوالو قاتلين او هغه ملي خاينين چې دا هېواد يې لوټه لوټه کړ او په هر هغه څه يې لاس بر شو لوټ يې کړ او ويې پلوره ، هم دا ډول محکمې ته راکش شي . که څه تر اوسه د ناټو دوه مخي سياستونو ډېر هېوادوال ناهيلي کړي او فکر کوي ، چې ناټو يوازې هغه کسان محاکمې ته کشوي ، چې د دوی له سياستونو سره مخالف وي ، که نه په افغانستان کې خو هم ددوی واکمني چليږي ، نو ولې يې دلته نه يوازې جنګي جنايتکاران آزاد پرېښودي دي ، بلکې له ځان سره يې په واک کې هم شريک کړي او حتی اجازه ورکوي چې هره ورځ بيا هم بېګناه افغانان د نېستۍ کندې ته وسپاري او پرمال او ناموس يې تېری ترسره کړي . آيا د اکبر بای پر کور د لطيف پدرام په ملتيا د دوستم ورختل جنايت نه دی . خو سره له ټولو هيله ده ناټو يوه ورځ په افغانستان کې د جنايتکارانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او د کراديچ په څېر يې نړيوالې محکمې ته کش کاندي .خو اوس به راشو بېرته رادوان کراديچ ته ، چې څوک دی او په کوم تور محاکمه کيږي :
رادوان کرادیچ د 1944 ز د می 19 نېټه دتور غره په بيتريتسا نومې سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانېستي ،نوموړي ، چې کله خپل پلرنی کلي پرېښود دا اټکل یې نه کاوه ،چې د پلار له برخلیک سره به مخامخ شي . په 1960 ز کې د طب د زده کړوپه موخه سرايوو ته ولاړ ، په 1971 ز کې د طب له پوهنځي څخه فارغ شو . آن هماغه مهال په سرايوو کې د سرائليا اوسيدونکو د ( التسرنوګوراتس / د تور غره اوسيدونکې ) په نوم يادوه . رادوان د يو شمېر نورو سربانو او کرواتانو په څېر د بوسينا بومي اوسيدونکې نه دی . آن دا ،چې جنرال راتکو ملادیوچ ،چې دده په څېر په جنګي جرمونو تورن دی د بوسينا اوسيدونکی نه دی او دلته زيږدلی دی .
رادوان شپاړلس کلن و ،چې دبوسینا پلازمېنې ته راورسيد هغه مهال يې پلار يې په زندان کې شپې سبا کولې په نوموړي داتور ،چې دا د هغه ( چېتنيک ) سربي ګوند غړی و ،چې د سربانو لپاره يې ځانته جلا هېواد غوښته .
دغه نوې راغلي ميلمه په لږ وخت کې له مسلمانانو سره د ملګرتيا مزي وغځول او دمسلمانانو په زړه پورې ملګری شو . له فراغت وروسته متحده ایالاتو ته د رواني طب دنورو زده کړو لپاره رهی شو ، له راستنیدو سره سم يې د سرایوو دفټ بال په کلب کې د روغتیاپال په توګه دنده پيل کړه ، وروستيه یې بیا د سرايوو دروغتون په شمول په يو شمېر روغتیایي موسسو کې د 1977 ز تر مارچ پورې دنده تر سره کړه . د 1983ز په پای او د 1984 ز په پيل کې يې د بلګردا په مرکزي روغتون کې دنده تر لاسه کړه ، ددې تر څنګ يې د ( سور ستوری ) دفټ بال په کلب کې درواني ډاکتر په توګه کار کاوه . په بلګراد کې یې ستوری هغه مهال پیکه شو ،چې کله 1984 ز د نومبر پر لومړۍ نېټه پرې د درغليو او د سرایوو په ختیځ کې په بالي نومي سيمه کې دناقانونه کور جوړونې تور ولګيد ،محکمې ورته د 11 کلو دبند سزا وټاکله . له دغې رسوايي وروسته رادوان ته په بلګراد کې نور دژوندکولو هغه پخوانی حيثيت نه وپاتې له خپلې مېرمن لیلیانازيلينا ، چې همدلته یې ورسره پيژندلي و او دده په څېر رواني ډاکتره وه ، دواړه سرايوو ته راوګرځيدل یو کال په تيريدو د 1985 ز د سپټمبر پر 26 مه نېټه دچل او جعلکارۍ په تور د 3 کلو لپاره زندان ته ولېږدول شو ،خو لږ وروسته دواکمنوکړيو په سپارښتنه له بنده ازاد شو . داسې ويل کېږی ،چې دا کړۍ دچتنیک ګوندغړي و ، چې اوس يې کمونيست ګوند ته لار موندلې وه او دجوزیف بروز تيتوله مړینې وروسته یې یوګوسلاويا ونيوله ، رادوان يوځل بیا بلګرادته ورستون شو ، خو ډېر زر په 1987 ز کې سرایوو ته راوګرځيد .
رادوان په 1989 ز کې دسیاست ډګر ته ورننوت او د سربیا له ډيموکرات ګوند سره يو ځای شو رادوان د1990 ز په جولای کې دهمدغه ګوند مشر شو، دګوند دعالي شورا له 222 غړو څخه 221 غړو ته دغه مقام ته نومولې و .
رادوان له شپتيموکلونوڅخه د ځیږ اوسپور طبیعت څښتن کس پيژندل شوې و ، کله ،چې په 1968 ز کې یې دسربيي بوسنياني محصلينومشر وټاکل شو ،نو د لاريون پر مهال خپله ډزې وکړې . ځينې وايي : رادوان په لومړي سر کې سخت دريځه ملتپال نه و کله ،چې د سربیا دډیموکرات ګوندمشر وټاکل شو دغه ډول سخت دريځه ملتپال تمایلات یې راخپل کړل همدا راز ،چې کله نوموړی په 1995-1992 ز کې دبوسینا هرزګونیا د ولسمشر او دوسله والو ځواکونو د سراعلی قومندان په توګه غوره شودغه ډول تمایلاتو وده ومونده .
ځينې نور بیا وايي : رادوان له مور فاشیست زيږدلې و او دپلار زندان یې نور هم سخت دريځه کړ .
( الشرق الاوسط ) ورځپاڼې ته ليکوال مارکو ويتوويچ ويلي و : « زماښه په ياد دې ، چې دجګړې په پيل د پوليسو ځينې مشرانو کرادويچ ته وويل : دمسلمانانو ځينې مشران نه غواړي ، چې سربيان دې پر وسله سمبال شي ده ورته په ځواب کې وويل : ټول له يوې مخې ووژنئ » . مارکو زیاتوی : « کرادويچ د هر شي مسوول و» نوموړې په سرب ديموکرات ګوند لومړی کس ، دراديو او تلویزون ، دسور صلیب د ټولنې او د وسله والو ځواکونو مسوول و . کله ،چې د 1991 ز په اپریل کې په بوسنیا کې جګړه ونښته ده دمسلمانانو د ډله يزې وژنې ګواښ وکړ خودا خبره دهيچا زړه ته نه لويده ، خو دده او دده د پلويانو دريځ څرګند و : « يا به يوګوسلاویا يوه کېږي او یا به موږ دنور جمهوريتونو په څېر ځانته جلا جمهوريت ولرو » دا يوازې دده پريکړه نه وه ، بلکې په بوسينا کې دیوې ټولپوښتنې پايله وه ، چې %60 دغه غوښتنه منلې وه .
په بوسنياکې ډېرې وینې وبهیدې ،سرایوو ، جور جداه ، بیهاچ ، موستار ، توزلا ، بريچکو ،بریدور ، زفورنیک ، سريبرينتسا سربېره دټول هېوادهمدابرخلیک و. د جګړې په لومړيو کلونو کې د جګړې د قربانیانو شمېر 10,000 کسانو ته ورسيداو نږدې يو ميلون کسانو دبوسنیاپه ختیځ کې خپل کورونه پرېښودل ، يوازې په سریبرینتسا کې د 1995 ز دجولای له ټولوژنې وړاندې 3000 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ .
په 1993 ز کې په هاګ کې دجنګي جرمونو محکمې 161 کسانوته ،چې په سر کې يې رادوان کراديچ و پر ټولوژنو تورن کړل ، خو ډله ييزې وژنې همداسې روانې وې تر ټولو ستره اومشهوره هغه یې په سريبرينتسا کې د 1995 /جولای / 11 مې نېټې ډله ييزه وژنه وه ،چې نږدې 10,000 کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ،د 1995/7/ 25 مه نېټه په هاګ کې دجنګي جرمونو محکمې رادوان کراويچ پرډله ييزووژنو، ناانساني کړنو اودجنګي جرمونو په ترسره کولو تورن کړ پرنوموړي لګيدلي تورونه 16 ته رسيدل ،لږ وروسته دجنګي جرمونو محکمې د 1995ز دنومبر پر 16 مه نېټه رادوان کراديچ پر 20 جنګي تورونو تورن شو دغه مهال درادوان د قربانیانو شمېر 200 زره وګړي و ، دده نظامي وسيلو د بوسنیا د بنسټيزو ودانيو نږدې %90 هغه له خاورو سره برابرې کړې ، دده مليشو له 30 زره زياتې ښځې بې پته کړې .
د 1995ز دنومبر پر 21 مه نېټه د ( دايتون ) تړون له مخې جګړه پای ته ورسيده او له دې سره د رادوان کراديچ سياسي نفوذ هم پای ته ورسيد . همدا د رادوان دسياسي ژوند پای وشمېرل شو او له سترګو پناه شو د 1996ز په جولای کې یې په هان بیاسکا کې وروستنۍ عکس اخېستل شوې و . له واک څخه درادوان لاس په سر کېدل اويا دې ته اړ ايستل ،چې استعفا ورکړي په ژورناليستکو ، ولسي او سياسو کړیو کې یوشمېر اټکلونو او شکونو ته لار هواره کړې ده ،ځينې خو ورته د باور په سترګه ګوري دا هر څه ،چې پورته يادشول مانا يې داده ، چې رادوان په ملګروملتونوکې د امريکا له پخواني سفير ريچارد هلبروک سره تړون لاسليک کړی و ،خو ورور يې فوک کراديچ په ټينګارسره ويل ،چې رادوان ډېره موده له سترګو پناه و اوناټو د 1996-1995 ز په منځ کې رادوان ته هيڅ نه ويل سره له دې ، چې يو ځل دده دسورلۍ موټر دناټو له نظامي اډې سره جوخت تېر شو دغه ډول پېښودا زباتوله ، چې د پردۍ تر شا خو يو څه شته يو شمېر خلک د فوک کراويچ دخبرو پخلې کوي ،چې د رادوان کروايچ ، هلبروک په موسکو کې د سربیا د پخواني سفير تودور دودينا تر منځ تړون لاسليک شوی و ، خو امريکایي چارواکي دا خبرې له يوه سره ردوي . امريکا د 1998ز په نومبر کې اعلان کړه که هر چا داسې معلومات برابرکړل ،چې د رادوان کراويچ نيولو ته لار پرانيزي د امريکاحکومت به ورته 5 میلونه امريکايي ډالره جايزه ورکړي ،څووتوانيږي ، چې درادوان او هلبروک تر منځ د تړون خبرې پيکه کړي همدارنګه په بوسنياکې دملګرو ملتونو پخواني استازي پډي اشډاون هم رادوان په تور لست کې ليکلی و .
خو اوس ، چې رادوان په هاګ دجنګي جرمونو نړيوالې محکمې ته وړاندې شوې خبري رسنيو ته ويلي : « زه په 1996 ز کې په ملګروملتونو کې دامريکا له سفير ريچارد هلبرک سره دې خبرې ته ورسیدم ،چې به له عام ژوندڅخه ګوښه کېږم او ځينې ښه نيتونه به څرګندوم ددې په مقابل کې به امريکا په خپلو ژمنو ودریږي » په ډېر ټينګار يې وویل : دا ټول د امریکا په استازيتوب تر سره شول . رادوان وايي : دده د پټيدنې يوه برخه دامريکا دبهرنيوچاروپخوانۍ وزيرې ماډلين البرايت وړانديز کړې وه ،چې پخوانی ولسمشر دی روسیې یا يونان ته ولاړشي اوهلته روغتیايي کتنځای ( معاينه خانه ) پرانيزي .
رادوان وايي : ما خپله ژمنه ترسره کړه ،خو اوس راته څرګنده شوه ، چې هلبرک نه غواړي ، چې خپلو خبرو ته ژمن پاتې شي او رادوان مړی ليدل غواړي زه فکرکوم ،چې دا کار زما دبرخليک او قانوني دريځ لپاره ډېر مهم دی ... زه غواړم ، چې داڅرګنده کړم ،چې زه ولې په 1996ز يا 1997 ز يا 1998 ز کې محکمې ته وړاندې نه شوم هغه مهال داسې نېت درلود ... اوس یې وايم هغه مهال تړون په خطر کې و اوموږ دواړه یو تړون ته سره رسیدلي وو... رادوان وايي : دا مسئله د ژوند او مرګ مسئله ده او که چېرې ښاغلی هلبرک غواړي ، چې ما مړ وګوري اوله دې ځوریږي ، چې دلته داعدام سزا نه شته ، زه ورڅخه پوښتم که چېرې دهغه لاسونه دومره اوږده وي نو دلته هم را غځيدې شي .
له بل پلوه ، هلبرک له CNN سره په يوه مرکه کې ویلي : چې رادوان « سوچه درواغ دي » 12کاله کېږي ، چې هغه دخپلو ملګرو پر وسيله دغو خبرو ته هواورکوله ، اوس يې په ډاګه وايم او دا یوه اخلاقي دنده هم ده ، پر دغو ګومانونه بايدله یوې مخې چليپا راکش شي دغه خبرې هيڅ قانوني بڼه نه لري ... موږ له رادوان سره هيڅ ډول تړون نه دی لاسليک کړی . د امريکا پخوانی سفیر پوښتي : څه خبره ده ،چې یو کس دی د ډله ييزو وژنو قاتل او په معاصر تاريخ ډاراچونکي خبرې ومني ؟
له دغو ضدونقیض خبرو داسې څرګنديږي ، چې یو څه شته هغه مهال داسې څه ترسره نه شول ،چې رادوان ونیول شي ، بلکې دده دناول او ماشومانو دکتاب خپريدو هغه سياسي اوامنيتي حرکات تر خپل سيوري لاندې راوستل ، چې دده دنيول کيدو په موخه تر سره کیدل ، اوس دا جوته شوه ، چې د سربيا استخباراتو په 1998 ز کې رادوان ته د دراغن داويډ دابيچ په نوم جعلي تذکره ورکړې وه .
په دغه ټوله موده کې نړیوالې محکمې په پرله پسې توګه غوښتل ،چې دغه تورن کسان ،چې په سر کې رادوان دي بایدونیول شي د 2002ز د اکتوبر پر 14مه نېټه دهاګ محکمې پر پخوانیو تورونو ټينګار وکړ د 2005 ز د ديسمبر پر 15 مه نېټه دهاګ دنړیوالې محکمې مشرۍ وکيلې وويل : « لس کاله وشول ،چې موږ له دوی سره دموږک او پيشو لوبه کوو ، پيشو نړيواله ټولنه ده ،چې دلته او هلته خپلې سترګې موښي او موږکان پر جنګی جرمونو تورن کسان دي ، چې له یوې سوړې وځي او پر بلې ننوځي »
درادوان 13 پټ کلن ژوند
اوس په نړیواله محکمه کې قاضيانو ته جوته شوې ،چې رادوان په سربیا کې و اودبلګراداوبوسنیايي بنیالوکا اغیزمنو کړيو ورسره مرسته کوله او خپله رادوان دډاکتر په توګه کار کاوه ، دخپلې سپينې ، خو
ګڼې ږیږې تر شا پټ شوې و، د دراغن داویډ دابیچ په نوم يې جعلي تذکره تر لاسه کړې وه ، دویمه مېرمن یې میلا له لومړې هغې ډېره ښکلې اوله ده کشره وه او له ده سره یې 13 کاله تېر کړل اوس داهم جوته شوې ده ،چې مېرمن یې پرې خبره وه اوله ده څخه يې د2005 دجولای پر 28 مه نېټه غوښتي و ،چې ځان ورتسليم کړي . میلا وایي : دټولنيز نفاق په کلتور کې ورته زندان غوره دی .
رادوان به ټوله ورځ په خپل کتنځای کې کار کاوه له خلکو سره یې د انترنيت له لارې اړیکې نيولې ، ځانته يې خپله ويبپاڼه درلوده . د « لودا کوچا / لیونی کور» نيټ کیفی مشتريان هغه مهال هېښ شول ، چې څرنګه یې پوره 13 کاله پر جنګي جرمونو تورن کس سره ژوندوکړ او دده اصلي هويت يې ځان معلوم نه شو کړای .
د « لوداکوچا » يو مشتري ( الشرق الاوسط ) ته وايي :
« رادوان ډېر ارام و، پر ځينو پېښو به يې منطقي نيوکې کولی ، کله ناکله به یې دنیت کیفۍ مشتريانو ته رباب هم غږاوه خو هيڅوک پرې نه پوهيدل » دده د ډاکترۍ په اړه « له ده سره داسې اسناد نه وو ،چې دا ثابته کړي ، چې داډاکتر دی ، خو تجربه یې درلوده ، ويل به یې ، چې اسناد په امريکا له مېرمن سره پاتې شوې او هغه مې طلاقه کړې ده ، هغه به ویل : چې زه يوه لور او يو زوی لرم ،خو نومونه یې نه اخېستل ، هغه به هڅه کوله ، چې دخپل ژوند د جزئياتو په اړه ډېر ونه غږیږي » .
دویمه مېرمن یې میلا دېرش کلنه وه ، ښکلې او خندانه وه همدې ورته پوره 13 کاله دتګ و راتګ زمینه برابروله نه ملیشو او ځانګړو ځواکونو ، چې خبري رسنيو یې په اړه هر وخت پروپاګندکاوه . ميلاوايي : رادوان ته له لسګونو زرو مليشو ، لسګونو وزيرانو او د پروتوکول له مامورينو پرته له یوې میلا بل هیڅ نه و پاتې .
کله ،چې له ميلا څخه وپوښتل شو ل ،چې رادوان ولې يوازې همدغه ( لودا کوچا ) نيټ کيفۍ ته راته په ځواب کې يې ورته وويل : « ځکه څښتن يې له پخوانيو مليشو څخه و ، له بلګراد څخه بوسيناته دجګړې لپاره راغلې و » ميلا وايي : زه د رادوان له مېرمينې څخه زيات دهغه ملګرۍ او مرستندويه وم ، رادوان به له ډارونکوخوبونو څخه تل سر ټکاوه ، ډېر يې اغېزمن کړې و کله به ،چې له بسترې راپورته شو رنګ به یې تښتيدلې و ، خولې به ورڅخه روانې وې ،هغه به کله داسې خوبونه هم ليدل ،چې يو شمېر خلک تبر په لاس او غواړي ، چې پرده ګوزار وکړي .
ميلا وايي له رادوان سره د ژوند په اړه وايي : هغه به تل پريشانه و ، ان تردې ،چې کله به مې ورته غږ کاوه زما اواز به يې نه اوريده .
درادوان کور ته نږدې هټيوال ( الشرق الاوسط ) ته وويل : دراغن داويډ دبيچ ( رادوان کراديچ ) ډېر بد مصرفه نه و ، هغه به هره ورځ 5 ليتره اوبه ،ميوه او کله ناکله ترکاري رانیوله ، کله به مې ،چې ورڅخه وپوښتل ،چې دا ږيره اووېښته دې ولې دومره اوږده دي راته به يې وویل : داماته دا ځواک رابښي ،چې ژوندې پاتې شم .
خبري رسنیو د 2008 دجولای په 21 مه نېټه د سربیا د ولسمشر بوريس تاديچ له دفتره څخه د ترلاسه شوو معلومات پر بنسټ د رادوان کراويچ دنیونې خبر ورکړ دغه خبر ډېر خلک حيران کړ په محلی ، سيمه يیزه او نړیواله کچه یې د خلکو غبرګونونه راوپارول، ډېر ورته وغوړیدل دده پلويانو دايوه غميزه وبلله خو ريچارد هلبرک ورته ډېر خوشاله شو په دې اړه یې وویل : « دده نیول د سربیا لپاره مهم دي دا به یې له لويدیځ سره اړیکې نورې هم پياوړې کړي اوس به سربیا وتوانیږي ، چې ناټو ته ورګډه شي » يوشمېر خلکو رادوان کراديچ د( اروپا اسامه بن لادن ) په نوم هم يادوه .
اوس سړی نه پوهيږي ، چې رادوان کراويچ دنیولو رښتيني هدف څه دی ايا دا له اروپايي ټولنې سره د پيوستون لېوالتیا ده او که دراديکالو دکمزوری کولو په موخه د کورنيو حسابونو تصفيه کول دي او که د سربیانو له غوږه دا ورتيرول دي ،چې تاسې هم يوه ورځ له ورته برخليک سره مخامخ کېدای شی او که دا ټول . اوسمهال داسې اوازې هم خپرې شوي ، چې امريکايي او بریتانوي استخباراتو د رادوان کراويچ هويت کشف کړ او دده دنیولو غوښتنه یې وکړه ، خو دسربیا استخبارات بیا بل څه وايي : زموږ خپلو استخباراتو دوه مياشتې وړاندې درادوان ټيلفوني خبرې ،چې له خپل زوی ساش سره کولې ثبت کړي ده ورته وویل : چې زه به دراغن داوید دابیچ په نوم له تاسره غږیږم ، استخباراتو دغه لیکه وڅارله او نوموړې يې ونیوه اوس خو رادوان ونیول شو ،خو دا د هغې تورې او اوږدې ډرامې بل فصل دی دجنګي جرمونو په نړيواله محکمه کې به دده شخصيت نور اړخونه هم رابرسېره شي .
ولې درادوان کراديچ دنیولو هڅې روانې وې ؟
ناټو څوځلې هڅه وکړه ، چې رادوان ونيسي خو پاتې به راغله اوس ، چې دسربیا چارواکي له نړيوال فشار سره مخ شول ،رادوان هم راپيداشو . پوښتنه داده ،چې ولې نړيوالې ټولنې تردې اندازې درادوان پر نيولو ټينګار کاوه ؟
ځواب : رادوان د پخوانی يوګوسلاویا په اتحاد کې دجنګي جرمونو مهم تورن کس و همدا رنګه نوموړې له 1995-1992 ز کلونو پر مهال د سخت دريځه سربانو مشر و دا له دوېمې جګړې راوروسته په اروپا کې تر ټولو خونړیۍ جګړه وه .
بله دا ، چې د رادوان نوم د توکموژنې له تګلار سره مترادف نوم بلل کېده ، رادوان او دده قومندان جنرال راتوک مالدیک لومړنی کسان و ،چې په بوسنیا کې دډله ييزو وژنو تور پرې ولګيده .
په بوسنيا کې ډېری خلک داغواړي ، چې له دې پرته بله لار نشته ، چې رادوان او دده قومندان مالديش په هاګ نړيوالې محکمې ته وړاندې نه شي .

ناټو له 2002 ز وړاندې درادوان له نیولو سره لېوالتیا نه درلوده ؟
د 1995 ز په ډيسمبر کې د ( دايتون ) دسولې دتړون له مخې په بوسنياکې د ناټو تر قوماندې لاندې سوله ساتي ځواکونه خپاره شول هغه مهال يې ( S-4 ) بلل هغه مهال رادوان د بوسنیايی سربانو په جمهوريت کې ازادګرځيده ، ناټو به ویل ، پر جنګي جرمونو دتورنو کسانو نیول زموږ دنده نه ده . خود پام وړ ستونزه داوه ،چې رادوان د نیولو لپاره هرې هڅې کولای شو ،چې له سربیايي پوځ سره دنښتو اټکل باوری کړي پردې سربېره هغه مهال پوليس هم په ورته دريځ کې و د( دایتون ) پر تړون لا دوه کاله نه و تېر شوي ، چې رادوان له سترګو پناه شو او دده دنيولو ښکاره هڅه په 2002 ز کې وشوه . ځکه ناټو له نړيوالو نيوکوسره مخ شوه او داسې ويل کېدل ،چې ناټو درادوان کراديچ پر وړاندې له نرم سیاست څخه کار اخلي .
ناټو ځکه په 2002 ز کې د رادوان دنیولو هڅه وکړه ،چې په 2005 ز کې اروپايي ټولنې په بوسنياکې دسوله ساتو ځواکونو قومانده په غاړه اخېسته ، ناټو غوښتل ،چې خپل اعتبار زیانمن نه کړي نو ځکه یې درادوان دنیولولپاره هڅې کولې اوس جوته شوه ناټوچې څومره دځان په غم کې ده دومره بیا دهغوکسانو په غم کې نه ده ، چې درادوان دسياستونو قرباني شوي .
اوس ناټو په افغانستان کې پراخه حضور لري ، چې زموږ له جنګسالارانو ، ټوپکمارو ... سره به څه کوي که ناټو خپل هماغه پخوانۍ ځواب راغبرګ کړي ،چې پر جنګي جرمونو دتورنو کسانو نیول زموږ دنده نه ده دا نو بیا هماغه د ( يک بام و دو هوا ) خبره ده .