د ليبيا د تيلو زيرمې د وسله والو په والکه کې راغلې دي

روهي (يوه نۍ/۶ د سلواغې)، د ليبيا د مرکزي بانک مشر صادق الکبیر له نړيوالې ټولنې غوښتي دي، چې د دغه هېواد د تيلو سرچينو او سوداګرۍپه اړه پاملرنه وکړي. 

نوموړي خبرداری ورکړی دی چې د ليبيا د تيلو بندرونه په دغه هېواد کې د وسله والو ډلې مشر (خلیفه هافتار) له خوا په والکه کې راغلي دي چې ښايي دوام يې ليبيا د اقتصادي بحران سره مخ کړي. 

د خلیفه هافتار په مشرۍ د ليبيا حکومت مخالفه وسله وال ډله چې د ليبيا ملي پوځ په نوم ياديږي، کابو له تېر يو کال کې يې د دغه هېواد پر تيلو نفوذ زيات شوی او له تېرې يوې اوونۍ ځيني بندرونه بند کړي دي.

ليبيا کې د معمر القدافي د حکومت له ړنګېدو او د نوموړي وژل کېدو وروسته وضعيت د تاوتريخوالي شاهد دی او دغه هېواد يې د کورنۍ جګړې پر لور کش کړی دی.