ننګرهار ولایت کې د سرو زرو څخه د بېلابېلو توکو جوړولو ۷۲ فابریکې فعاله دي

روهي( یوه نۍ/۶ د سلواغې )، په ننګرهار ولایت کې د زرګرانو اتحادیې مسؤلین وایي، په دې ولایت کې د سرو زرو څخه د بېلابېلو توکو د جوړولو ۷۲ فابریکې فعاله دي چې په کې ۲۸۸ تنه مسلکي کسان پر دندو بوخت دي.

په دې ولایت کې د زرګرانو اتحاديې مشر حاجي ممتاز وایي،ننګرهار ولایت کې زرګران ۴۲۱ هټۍ او ۷۲ فابریکې لري چې په کې ۱۱۳۰ تنه د سرو زرو د بېلابېلو توکو په جوړولو او پلورلو بوخت دي.

نوموړی زیاتوي، پخوا به یې د نورو هېوادونو څخه بېلابېل توکې را لیږدول،خو وروستیو کې د سرو زرو په برخه کې نوي سلنه خپل تولیدات بازار ته وړاندي کوي،همدا راز یې د بهرنیانو پر ځای ټول مسلکي کارکوونکي افغانان ګمارلي دي.

هغه وایي،په دې ولایت کې هره ورخ تر لس کیلو پورې سره زر پلورل کیږي،همدا ډول پخوانۍ طلا اخلي او ترې نوي توکې جوړوي،په لابراتوار کې یې پاکوي او له هغې وروسته یې د بیا ځل لپاره بازار ته د پلور په موخه وړاندې کوي.

زرګرانو اتحادیې د مشر په وینا د سره زرو د معیار معلومېدو په موخه ځآنګړې کمیټه لري،ترڅو غیري معیاري توکې بازار ته را نشي،همدا راز یې وروستیو کې د برېښنا ستونزې له حل کېدو څخه هم خبر ورکړ، خو په وینا یې که یو شمیر نورې ماشیندریانې را ولیږدوي،سل سلنه به خپل تولیدات او بازار ولري.

د سره زرو د کیفیت د معلومیدو د لابراتوار مسؤل اجمل وایي،دوی ته له زرګرانو او نورو څخه سره زر ور لیږدول کیږي چې په لېزري لابراتوار د سره زرو کیفیت معلوموي،له هغې وروسته یې په اړه اتحادیې او اصلي خاوند ته مالومات ورکوي.
د عتیق الله په نوم زرګر وایي، اوس مهال د سره زور په بنګړیو،غوږوالیو،لاکټونو،غاړکیو او نورو کې نوې ډیزاینونه راغلي او په دې ولایت کې یې خلک هم ترې غوښتنه کوي چې پخپلو فابریکو کې ورته د خلکو د خوښې ډیزاین جوړوي.