هندي چارواکي: د جمهوريت ورځې د لمانځنې پر مراسمو ستر بريد پلان شوی وو خو شنډ مو کړ 

روهي (يوه نۍ/۶ د سلواغې)، نن د جنورۍ ۲۶ د هندوستان د جهموريت ورځې کليزه وه. دغه ورځ هر کال د پوځي رسمي ګذشت په تر سره کېدو او يو شمېر بهرنيو ميلمانو په ګډون لمانځل کيږي. 

هندي چارواکي وايي چې په کشمير کې د جمهوريت ورځې د لمانځنې پر مراسمو د يو ستر بريد پلان جوړ شوی خو دوی وتوانېدل چې ياد پلان شنډ او له منځه يوسي. 

پوځي مسوولين وايي چې ياد بريد د هند تر کنټرول لاندې کشمير (پولوما) سيمه کې د پاکستان د جيش محمد ډلې له خوا پلان شوی وو، چې له هندي پوځيانو سره په نښته کې د يادې ډلې درې جنګيالي ووژل شول.