د القاعده ډلې مشر په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او سوماليا کې خپلو جنګيالو ته د جهاد امر کړی

روهي (يوه نۍ/۶ د سلواغې)، د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په  په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او سوماليا کې خپلو جنګياليو ته د جهاد کولو او خوندي پټنځايونو ځايونو د جوړېدو ويلي دي. 

 د نوموړي په خپور شوي بيان  کې ويل شوي دي، چې د پورته يادو هېوادونو ترڅنګ اسيايي هېوادونو  او په ځانګړي ډول  چين، هندوستان او روسيه هم بايد تر هدف لاندې ونېول شي. 

ایمن الظواهري خپلو جنګايلو ته ويلي دي چې په پاکستان کې خوندي پټنځايونه جوړ کړي ترڅو له لارې يې د نړۍ په نورو هېوادونو بريدونه تر سره کړي او جهاد وکړي. 
 
ایمن الظواهري ټېنګار کړی دی چې پاکستان به اسلامي حکومت جوړ کړي او دغه هېواد به د خپل سنګر په توګه وکاروي. يو شمېر سياسي شنونکي په دې باور دي چې ایمن الظواهري اوس په پاکستان کې مېشت دی.