هغه څوګ چې ځيرک موبايل (Smartphone)  ډېر کاروي، ګوګل ورته درې نوي اپلېکشن جوړ کړي

روهي (يوه نۍ/۶ د سلواغې)، ګوګل درې داسې نوي موبايل اپلېکشنونه جوړ کړي دي چې دغه چا لپاره چې له خپل ډېر وخت پر موبايل مصرفوي، مخه به يې ونېسي. دغه درې موبايل آپلېکشن کولی شي چې د ځيرک موبايل کارونه را محدوده کړي. 

۱- پاکټ Envelope: 
دغه آپلېشکن سره به د موبايل کارونکي وکولی شي چې يوازې زنګ وکړي او انځورونه واخلي. دغه آپلېکشن له ځيرک موبايل يو ساده موبايل جوړوي. 
 


۲-  Activity Bubbles app:
دغه آپلېکشن دا په ګوته کوي، چې يو کس څومره آپلېکېشنونه په خپل ځيرک موبايل کې کارولي دي. 
 


۳- Screen Stopwatch:
دغه آپلېکېشن دا درته ښيي چې تاسې هره ورځ څومره وخت پر ځيرک موبايل ضايع کوی. 
 


ګوګل هيله ښوودلې ده چې په دې درېيو موبايل آپلېکېشنونو سره د هغه کسانو پام جلب کړي چې ډېری وخت پر موبايل تيريږي.