هندوستان کې په بورقې اغوستلو بندیز

روهي( یوه نۍ/۶ د سلواغې )، د هندوستان په بهار ایالت کې یوه دولتي کالج زده کونکي د بورقې په اغوستلو منع کړي، چې مسلمانو ټولنې هم په کې لاریون وکړ.
 
د بهار په پتنیا ایالت کې د جي ډي ویمن کالج زده کونکو باندې په ټولګي کې د بورقې په اغوستلو بندیز لګولی، چې د مسلمانو ټولنې او ښار مشران یې لاریونته اړ کړي دي.
 
د کالج ادارې په خپل توضیحي بیان کې وویل چې د بورقې په اغوستلو بندیز د غلط فهمۍ پایله وه، چې موږ د جامو کوډ چمتو کړی و چې له مخې یې ټول زده کونکي باید د کالج د لباس کوډ سره مطابقت ولري. د لباس کوډ هدف د یوې ځانګړې ډلې په نښه کول نه بلکه د زده کونکو تر مینځ د یووالي رامینځته کول وو.
 
له بلې خوا د زده کونکو والدینو د کالج خبرتیا وښوده چې دوی ته یې په روښانه ډول لارښوونه کړې چې د بورقې اغوستلو کالج ته نه راځي او په سرغړونه یې د ۲۵۰ هندي روپیو جریمې کولو ګواښ وکړ.