
روهي( یوه نۍ/۶ د سلواغې )، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی لانس کلوزنر نن کابل ته راغی او د افغانستان کرکټ بورډ د چارواکو او کارکوونکو له لوري ورته ښه راغلاست وویل شو.
کلوزنر په متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبغاړو سره پر روزنیز کمپ بوخت و چې د یاد کمپ له پای ته رسېدو سره د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه په غوښتنه نن افغانستان ته راغی.
هغه تردې وړاندې د سویلي افریقا مشر روزونکی هم پاتې شوی و، داسې اټکل کېږي چې د راتلونکی ۲۰ اوریز نړیوال جام به هم د همده په مشرۍ افغان کرکټ ملي لوبډله پر مخ یوسي.