
روهي( یوه نۍ/۶ د سلواغې )، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب، د لوړپوړي امنیتي پلاوي په مشری نن سهار د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې او د ښې حکومتولی د ښه والي په موخه بلخ ولایت ته ولاړ.
ټاکل شوې د ملي منیت سلاکار په دې سفر کې پراختیايي شوراګانو مشران، علما، ښځې، مدني ټولنو او د شمالي ولایتونو له ځوانانو سره بیلې لیدنې وکړي.
د ولسمشریزو ټاکنوڅخه وروسته دا سفر د محب لومړی سفر دی چې بلخ ولایت ته یې کوي.