افغان حکومت: ولسمشر غني او ټاکنيز لومړی مرستيال امرالله صالح يې د سولې مخالفين نه دي 

روهي (يوه نۍ/۶ د سلواغې)، د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې افغان ولشمر محمد اشرف غني او د دولت جوړونکي ټيم لومړی مرستيال امرالله صالح د سولې بهير پر وړاندې خنډ نه دي. 

ياد وزارت دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې طالبانو ولسمشر غني او امرالله صالح د سولې هبروو پر وړاندې خنډ بللي او ويلي دي چې دوی په دې هڅه کې دي چې جګړه همداسې دوام پيدا کړي. 

د وزارت وياند ناجيې انوري په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي، "د افغانستان رهبري او حکومت د سولې په اړه مشخصه اراده لري او خپل حسن نیت یې هم ښودلی دی، نه پوهېږم چې دوی ولې دا خبره کوي چې حکومت د سولې لپاره اراده نه لري؟ که د دوی هدف دا وي چې موږ د تاوتریخوالي کموالی نه منو، نو دا خو د هېڅ چا د منلو نه ده، د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې د مذاکراتو له پیل وړاندې اوربند وشي."

ولسمشر محمد اشرف غني د سويس په اقتصادي ناسته کې ويلي وو، چې که طالبان له تاوتريخوالي لاس وانه خلي، نو دوی به اجازه ورنه کړي، چې طالبان له امريکايانو د سولې په خبرو کې ځاني ګټه پورته کړي.