د محقق په بلنه، د کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ يو شمېر سياسي څېرې سره راټولې شوې 

روهي (يوه نۍ/۵ د سلواغې)، پخوانۍ ولسمشر حامد کرزی، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد محقق، محمد کريم خليلي، محمد يونس قانوني يو شمېر نور پخواني حکومتي او سیاسي کسان سره راټول د افغانستان په روان وضعيت او پر سولې يې خبرې او نيوکې کړي. 

ډاکټر عبدالله عبدالله  ولسمشر غني ته په اشاري ويیلي دي چې دا ظلم دی چې له حکومت بهر کسان د وسلې له بهير لېرې وساتل شي. عبدالله ويلي چې هېڅوګ حق نه لري چې د سولې پر وړاندې خنډ شي. 

دغه ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې ټول بايد سره کينو او د افغانستان پر روان کړکېچ سره خبرو وکړو. 

يونس قانوني ويلي چې که چېرې مسووليت وي او يا هم امتياز؛ د سولې خبرو کې بايد ولس برخه واخلي او ولس په جريان کې وساتل شي. 

دغه ناسته په داسې وخت کيږي چې ولسمشر محمد اشرف غني د سویس اقتصادي ناستې په څنډو کې ويلي دي، چې تېر حکومت او هم د اونسي حکومت اجرائيه رياست د سولې لپاره طرحه نه درلوده.