د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو چورلکه سمندر کې نسکوره شوې

روهي( یوه نۍ/۶ د سلواغې )،  د امریکا د سمندري ځواکونو یوه چورلکه د عملیاتو په جریان کې د فیلیپین سمندر کې غورځېدلې.

 د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو یوه هلیکوپټره MH-۶۰ د پوځي عملیاتو په جریان کې د فیلیپین په آزاده سمندر کې نسکوره شوې، خو پنځه واړه کسان یې ژوندي ژغورل شوې.

 
د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو ویندوی وویل چې له پنځو تنو څخه درېوو یې حالت خراب دی، چې د جاپاني هلیکوپټرو په مرسته د اوکیناوا نظامي روغتون ته وړل شوي، او دوه نور د متحده ایالاتو بحري ځواکونو ته وړل شوي دي.

د جاپان سمندري ځان دفاع او د جاپان ساحل ساتونکو د متحده ایالاتو دوه جنګي کښتیو سره د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخیسته ترڅو په خوندي ډول یوه چورلکه وپلټل شي. 
د متحده ایالاتو د ویاندې بیان د الوتکې د غورځېدو علت نه دی په ګوته کړی.