هلمند کې نږدې دوه زره بڼونه جوړیږي

روهي( یوه نۍ/۶ د سلواغې )، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په قوریو او نرسریو کې څه باندې یو میلیون مېوه لرونکي او بې میوې نیالګي روزل شوي او په فنې او مسلکي توګه وېش ته چمتو شوي دي.

ددغو نیالګیو له ډلې ۱۲۰ زره یې د یاد ولایت د کرنې ریاست اړوندو قوریو کې او پاتې ۹۰۰ زره نور هغه یې ددې ادارې تر څار لاندې دخصوصي سکټور له خوا روزل شوي دي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وویل: «په پام کې ده، چې سږ د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ځمکوالو ته له زر تر دوه زره جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړ کړو.

هغه وویل، چې د نوي جوړېدونکو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدغو قوریو او نرسریو څخه پېرل کیږي او پر بڼوالو به وېشل کیږي.

د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې هلمند ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.