ټولنیزې رسنۍ درته د جنت لار کړئ!

یوویشتمې پېړۍ پېل کې د ټولنيزو رسنیو لکه: فېسبوک، یوټیوب، ټویټر، انسټګرام، سکایپ او ... منځ  ته راتګ ګڼې اسانتېاوې رامنځ ته کړې، او ډېری پېچلي او نه کېدونکي کارونه یې ممکن کړل.

دا رسنۍ د خلکو د پراخ هرکلي سر مخ شوې او هر چا غوښتل چې لۀ هر چا د مخه پکې ځان راجسټر او ویې کاروي او خوند ترې واخلي، خو ورسته د ډېر او ناسالم استعمال لۀ وجې د ذهني او روغتېایي ستونزو سربېره د ځوانانو د بې لارتیا او بې ځایه بوختېاؤ سبب شوې. 
 
 کفري نړۍ د ټولنیزو رسنیو پۀ اغېز او ګټې پوهېدلی ده. هغوی یې د انلاین ذده کړو، انلاین ښوونې، پرکرښه سوداګري، پېسو ګټلو، مالوماتو ترلاسه کولو، لېږلو او خپل دښمن د مهارلو او... لپاره ترې ګټه اخلي.

او ددې ترڅنګ د مسلمانانو د دیني، مذهبي، کلتوري او جنسي بې لارتیا لپاره هم ترې اعظمي استفاده کوي.

پۀ داسې وخت کې باید مسلمان امت ټولنیزې رسنۍ څنګه وکاروي، څنګه ددې کفارو زهرجنو تبلیغاتو مخه ډب کړي، خپل خوار ولس ترې خبر او عامه پوهاوی ورته ورکړي.

اوس:
څنګه؟ د ټولنیزو رسنیو لۀ لارې د جنت لار خپلولی شؤ او د الله ج رضایت حاصلولی شؤ؟
راځئ!  وبه یې لولو.

نړۍ د الهي احکامو نه د بشپړ خبراوي لپاره او د اسلام حقانیت نړۍ ته د څرګندولو لپاره ترې استفاده وکړئ.

پخوا به د اسلامي داعیانو اسلام ته د تبلیغ لپاره او یابه یې غوښتل  چې د کفارو دهغو  اسلام ضد کړنو، فعالیتونو نه پرده پورته کړي، چې  غوښتل یې اسلام ستنې ونړوي او پر مسلمانانو فکري او نظامي یرغلونه وکړي او پۀ ټوله نړۍ یهودیت، مسيحیت پاچاهي وکړي. ددې پلانونو د بربنډولو  او د مسلمانانو د ویښتا لپاره به یې لپاره به یې تر لرې، لرې ځایونو پۀ پیاده او یا پۀ حیواناتو لۀ لوږې، تندي او دردونو سره به یې لاس او ګریوان مزل کاوه او خلګو ته به یې تبلیغ کاوه.
 خو اوس دا چاره ټولنېزو رسنیو ډېره اسانه کړې، پۀ کم وخت کې بغېر لۀ کوم تکلیفه، مالي او ځاني زیانه پېغام زرګونو خلکو ته رسولای شؤ.

لۀ دغو وسېلو داسې څۀ خپارۀ کړئ، چې نېکو کارونو ته خلک ترغیب او تشویق کړي او لۀ بدو کړنو ېې راوګرځوي.

پۀ ډېر ماهرانه انداز ټولنې وګړي لۀ بدو کړنو نه منع کړئ او ښو کړنو ته یې وهڅوئ.
د هغه پروپاګند مخنیوی وکړئ، چې اسلام ته زیان رسوي او اسلام د خلکو پۀ ذهنونو کې غلط تعبیروي.

کفارو د مسلمانانو د بې لارې کولو، ګمراه کولو او اسلام د بدنامولو لپاره پۀ لکونو وېب سایټونه، بلاګونه او صفحې فعالې کړې دي او پۀ خپلو فحشانه کړنو مسلمانان د ګناهونو ګندې ورټېل وهي.

داسې څۀ مه خپروئ، چې د حیا او اخلاقو پولې ماتې کړي.

الله ج فرمایي النور  ۱۹ ایت ژباړه:
کوم خلک چې غواړي د مومنان تر منځ فحاشي خپره کړي، هغوی پۀ دنیا او آخرت کې د درناکه عذاب مستحق دي.


کله چې یو څه خپروئ دا فکر ځان سره وکړئ چې دا به څومره ګټور وي ټولنې ته او څومره به یې پۀ زیان وي.

د ښېګڼو او ښو د دودنې لپاره کار وکړئ.
د ټولنیزو رسنیو استعمالونکي تر ډېره ځوانان دي. ځوانان باید د ښوافکارو د دود کولو لپاره او منفي افکارو لۀ منځه وړلو لپاره کار وکړئ.
د بې ضرورته استعمال څخه یې ډډه وکړئ.

کله مو چې ټولنیزو رسنیو کې خپل کار بشپړ کړ، نو بېځایه وخت ځایه کولو څخه ډډه وکړئ.

د وګړو د خطا او بې لارې فکرونو د رغولو او سمولو لپاره ترې کار واخلئ.
خپل اکونټ یا ویب سایټ ته د داخلېدو سره سم د داسې مطالبو پۀ لوستلو بوخت شئ، چې رښتیا سره تاسو ته ګټور وي.

د حق پۀ بېان کې مه وېرېږئ!
هغه څه افشا کړئ، چې د اسلام، هېواد او ټولنې پۀ زیان وي.
حق وایئ، که پۀ حق ویلو مړه هم شئ، مړه نه یئ.
یو کس لۀ رسول الله (ص) نه پوښتنه وکړه: چې غوره جهاد کوم دی؟ هغه مبارک ورته وفرمایل: د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کول.

د خلکو لۀ تحقیر، سپکولو او رټلوو څخه ډډه وکړئ او د وګړو د خصوصي حریم ساتنه وکړئ.

داسې څه مه خپروئ چې د یو چا غزت او ناموس ته زیان ورسوي.
لۀ بې ځایه آوازو، ډنډورو او افواهاتو لۀ خپرولو ډډه وکړئ.
ولس د بې سوادۍ لۀ ډنډ نه راوباسئ او دوی ته د انلاین ذده کړې زمینه برابره کړئ.
لۀ ښکنځلو ځان وساتئ، د ښکنځلو پرځای استدلال او دلیل ووایئ او مقابل اړخ پۀ دلیل ویلو قانع کړئ.

د نړۍ د مسلمانانو د یووالي هڅه وکړئ.
د اسلامي امت تر منځ د تعصبونو، کرکې او کینې دیوالونه ونړوئ.
د ښې ټولنې جوړلو لپاره هڅې وکړئ. د ټولنې د پرمختګ، رغون، سمسورتیا لپاره د خلکو ذهنیت سازي وکړئ.
 
که دغه اصول د ټولنيزو رسنیو پۀ کارولو کې عملي کړئ، دالله رضایت تر څنګ به پۀ ټولنه کې هم محبوب او مغزز شئ او د د جنت تر پولو به مو ورسوي.

خو که د ټولنيزو رسنیو استعمال کې مو د اصول تر پښو لاندې کړل، او د ددې برعکس نا سالمې استفادې ته یې مخه کړه نو برخلیک به یې هم ددې برعکس ډېر بد وي.

اوسني ځوانان یې تر ډېره اوس د ساعتیري، ان لاین ګېمونو او نا سالمو نشریاتو او عبث وېډیوګانو پۀ کتلو سره ځانته د ګناهونو پنډ درندوي.

خو ډېری ځوانان یې بېا د اسلام او هېواد د لوړتیا او لپاره ترې استفاده کوي او د مسلمانانو ويده ذهنونو د وېښ کولو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي، الله ج دې ورته نېکه بدله ورکړي.