عمرالبشير

 د سوډان پر ولسمشر عمرحسن احمد البشير ، د نړيوالې محکمې له خوا داسې تورونه لګيدلي ، چې دی د سوډان په لوېديز ولايت دارفور کې له 2003 کال راهيسې هڅه کوي د توکميزو وژنو ، جنسي او نور ډول تېريو له لارې د دغه ولايت درې مهم توکمونه ( فور ، مساليت او زغاوه ) له منځه يوسي . تر اوسه په دغه سيمه کې د ادعا له مخې شاوخوا 300000 کسان وژل شوي او 5 ميليونه وګړي بې کوره شوي او د غميزې اصلي مسووليت د دولت پلوي ملېشې ( جنجاويد ) پر غاړه دی .نن سبا داسې تمه کيږي ، چې ښايي نړيواله محکمه د عمر البشير د نيولو رسمي حکم صادر کړي ، چې له دې سره به له سلوبودان مېلاسوويچ وروسته دا دويم ولسمشر وي ، چې له داسې حکم سره مخ کيږي . يو شمېر شنونکي په دې اند دي ، چې عمر البشير له مېلاسوويچ سره ډېر توپير لري او که د هغه د نيولو حکم صادر شي ، نو ښايي د سوډان غميزه نوره هم ترخه شي ، ځکه عمر الشير عملاً په واک کې دی او دی کولی شي د دارفور د مسالې حل نور هم شاته واچوي . له ځينو نورو او په ځانګړې توګه له افغانانو سره بيا داسې پوښتنې مطرح کيږي ، چې ولې په داسې هېوادونو کې چې د امريکې يا ناټو تر ولکې لاندې دي او د يو شمېر جنايتکارانو په وړاندې څرګند شواهد هم موجود دي ، هلته جنګي جناتکاران نه يوازې آزاد ګرځي بلکې عملاً په واک کې هم شريک دي ، خو په سوډان کې يوازې د دې لپاره چې تېل لري او له چين سره د تېلو په برخه کې تړونونه کوي ، د جنګي جنايتکارانو مسأله راپورته کيږي . راځیء په همدې دليل لومړی وپوهېږو ، چې عمر البشي څوک دی او څه کارنامې لري : عمر البشير په 1989 ز کې د اسلامپالو دکودتا له لارې واک ته ورسید اود صادق المهدي حکومت ، چې دخلکو په رايو منځته راغلی و ، ړنګ کړ . دعمرالبشير پرله پسې 19 کلن واک داړيکو په برخه کې يو ډول نه و، له سویل سره کله جګړه او کله سوله يوه عادي چارګرځيدلې وه . له لویديز سره اړيکې تل ترینګلې وې او د سوډان په لویديځ کې دده د واک پر پنځم کال کړکیچ سر راپورته کړ . عمر البشير تر اوسه دنړيوالې جنايي محکمې يوه غوښتنه هم نه ده منلې دغې محکمې له دې وړاندې له ده غوښتي و، چې د دار فور په جګړه کې پر جنګي جرمونو تورن کسان ورته وسپاري ، خو ده نټه ( انکار ) کړې . خپله عمرالبشير دګوند په کلنۍ ناسته کې د ګوند د غړو پر وړاندې قسم وخوړ ، چې دا به هيڅکله اجازه ورنه کړي ، چې يو سوډانی دې په بهرنۍ يا پردۍ محکمه کې محاکمه شي . عمر البشير د 1944 زد می پر 30 مه نېټه په ( حوش بانقا) چې له شمالي خرطوم څخه 150 کيلومتره ليرې دی نړۍ ته سترګې وغړولې او همدلته يې لومړنۍ زده کړې ترسره کړې ، وروسته يې کورنۍ د سوډان مرکز خرطوم ته لاړه او ده خپلې ثانوي زده کړې هلته ترسره کړې . له هماغه ځوانۍ يې نظامي یونيفورم خوښیده نو ځکه د سوډان پوځ ليکوږته ورګډ شو او ورپسې يې د قاهرې په پوځي اکاډمۍ کې پوځي زده کړې ترسره کړې . عمر البشير په پوځ کې د نظامي رتبو په راخپلولو کې ځانګړې وړتيا درلوده . په 1973 ز کې د مصري پوځ تر څنګ ودرید او له اسرائيلو سره وجنګیده . دغه مهال عمر البشیر داتمې لواء مشر ، د سوډان او دسوډان د ازادۍ دولسي حرکت تر منځ په کورنۍ جګړه کې د سویلي کمربند مسوول و. نوموړي دا وړتیا درلوده ، چې څرنګه يو ضابط وشرموي او دا دهغه له شرمونې ګټه پورته کړي ، اوپه دې توګه په 1989 ز کې واک تر لاسه کړي . په لومړي سر کې یې د انقلابي شورا له لارې د اسلامي جبهې له مشر حسن الترابي سره په ګډه حکومت چلاوه ، وروسته بيا عمر البشیر په 1993 ز کې انقلابي شورا ړنګه کړه او ځان یې د ولسمشر په توګه اعلان کړ . دشلمې پيړۍ په نويیمو کلونوکې ، چې دده دواک اوج و ، پلازمينه ( الخرطوم ) دنړيوال اسلامي خوځښت پر ځاله واوښت ، د القاعده مشر اسامه بن لادن هم دلته مېشت و ، خو کله چې پر ده د متحده ایالاتو فشار زیات شو افغانستان ته یې راوشړه . په 1999 ز کې یې له حسن الترابي سره اړيکې خړې شوې او اختلافاتو دومر ه زور واخېست ، چې له 2001 – 2003 ز پورې حسن الترابي په زندان کې تېر کړل لامل یې دا و،چې ده له انقلابیانو سره لاس درلود . دغه مهال عمر البشير هڅه کوله ،چې ځان له اسلامپالو یوې ډډې ته کړي او له خپلو ګاونډیانو او نړيوالې ټولنې سره يې پر خپلو اړيکو بيا کتنه وکړه . په 2005 ز کې عمر البشير په خپل دې اعلان سره ، چې دده حکومت چمتو دی دسويل له سرکښو سره دهر اړخيزې سولې تړون لاسليک او د ديموکراسۍ پر وړاندې تړلې دروازې خلاصې کړې ، نړیواله ټولنه هېښ کړه خو پنځه کاله کېږي ،چې هېواد یې په دارفور کې له يوې بلې جګړې سره لاس وګریوان دی او دده دحکومت یو شمېر غړي په جنګي جرمونو تورن شوي . عمر البشير هغه مهال ویلی و: « موږ دغه تړون دخپلې ماتې پرمهال نه ، بلکې دخپلې واکمنۍ پر مهال لاسلیک کړی » عمر البشير څو کاله پرله پسې دا نه منله ،چې په دغه ناارامه ايالت کې دې نړيوال سوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای شي ، خو اوس نږدې 9000 سرتیري هلته پلي شوي او ښايي په نږدې راتلونکې کې يې شمېر 26 زرو ته ورسېږي . لويديز ،چې په دارفور کې دروانو حالاتو په اړه څومره نيوکې کوي همدومره ورسره د عمر البشير او پلويانو دريځ هم سختېږي . عمر البشير په 2004 ز کې دخپلو پلويانواو ملاتړو يوې غونډې ته وويل : « زه هغو کسانو ته ، چې غواړي دسوډان پر حکومت فشار راوړي وايم ، موږ به همداسې ثابت قدمه اوسو او له الله ( ج) پرته به بل چاته خپل سرونه ټېټ نه کړو » . د سوډان د ولسمشر عمر البشير د ژوند په اړه هر اړخېز معلومات نه شته ، خو لومړی واده يې د خپل تره له لور فاطمه خاليداد سره کړی او له نوموړې هېڅ اولاد نه لري ، په پنځوس کلنۍ کې یې د ابراهيم شمس الدين له کونډې ويداد سره واده وکړ ، چې هغه له خپل لومړي مېړه څخه يو شمېر اولادونه لري . ابراهیم د شمال دجګړو د اتل په توګه شهرت لري ، چې د جورلکې د غورځېدو له امله ووژل شو . عمر البشير وايي هغه ددې وړ دی ،چې پل يې وڅارل شي . دعمر البشير ګڼ ملګري دکورنۍ جګړې پر مهال ووژل شول ، عمر البشير خپل قومندانان هڅول ، چې دوه ودونه وکړي ، چې د دغې جګړې کونډې بې برخلیکه پاتې نه شي .